Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د بزګر ورځې لمانځنه او د کرنیزو توکو نندارتون

د وري میاشتې دویمه ورځ د افغان حکومت له خوا د «بزګر» په ورځ نومول شوې او په دې ورځې عمومي رخصتي وي.

حکومتي چارواکي او بزګر هر کال دغه ورځ د هېواد په ګوټ کوټ کې په ځانګړې توګه کابل کې په ځانګړو مراسمو کې لمانځي.

د بزګر ورځ معمولاً د کابل په بادام باغ کې لمانځل کېږي او نن (جمعه د وري په دویمه) هم دغه جشن په دې سیمه کې د زراعتي توکو له نندارتو سره ولمانځل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي، سږ کال به د هغو پانګه‌والو لپاره چې د پروسس، د مېوو او سبزیجاتو په بسته بندۍ، د چرګو او ماهیانو د فارمونو په جوړېدو کې پانګه‌ونه وکړي، پوره هڅوونکي پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي.

د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په دې اړه وايي:«موږ سږکال هغو کسانو ته چې د کرنې په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه وکړي د مسلکي ملاتړ ترڅنګ مالي ملاتړ یې هم کېږي.»

د دې ورځ لمانځنې یوه څنډه کې بیا د بزګرانو د تولیداتو لپاره یو نندارتون جوړ شوی او په کې نږدې دوه سوه غرفې جوړې شوې دي.

د کابل والي وايي، حکومت بیا د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې لپاره لازم پروګرامونه تر کار لاندې ونیسي.

بامیان کې د سوداګرو مېرمنو د ټولنې ريیسه زهرا وفا:«موږ د بامیانو د سوداګرو مېرمنو په استازیتوب، د هغوی توکي مو په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښي دي او هیله لرو چې وړو او منځنیو تړونونو ته لاره پیدا کړو.»

دې نندارتون کې د بزګرانو له تولیداتو سربېره، لاسي صنایع او نورو نندارې ته اېښودل شوي دي.

دا نندارتون د پنځو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی دی.

شریک یي کړئ