Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د شیدو پروسس کارخونه جوړیږي

د کرنې او اوبولګولو وزارت چارواکي وايي چې روان لمریز کال تر پایه به کابل کې د شیدو پروسس کارخونې چارې بشپړه شي.

د یاد وزارت چاروکي زیاړوي چې دغه بنسټ په کابل ښار کې د ۲۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د شیدو د پروسس تر ټولو د لویې کار خونې طرحه جوړوي او خصوصي برخه هم په دې کارخونه کې پانګونه کولی شي څو د لبنیاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې د سږکال تر پایه به ددې کارخونې د جوړیدو کار پېل شي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي:«د شیدو د پروسس کارخونې چې تېر وخت کې د وزارت او خصوصي سکتور له لوري جوړې شوې دي، اوس مهال د نوي کارخونې طرحه وروستۍ شوې ده او کولی شي چې په دې برخه کې پر ځان بساینې ته ګټور ووسي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې سوداګر چمتو دي چې په هېواد کې د لبنیاتو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او د حکومت له لورې باید د پانګونو لپاره زمینې برابرې شي او دغه راز په دې برخه کې اړینې بیخ بیناوو جوړې شي.

دغه خونه زیاتوي چې اوس مهال په هېواد کې د لبنیاتو د تولید په برخه کې د خصوصي برخې له لوري ۲۵ملیون دالره پانګونه شوې ده.

د دې سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند، خان‎جان الکوزی وايي:«دول باید د ظرفیت جوړونې او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي چې خصوصي شکتور د فارمونو په برخه کې پانګونه وکړي او هېواد کې د لبنیاتو تولید زیات شي.»

افغانستان هغه هېواد بلل کیږي چې نژدې اتیا سلنه وګړي یې یا پر کرکیلې او یا هم پر مالدارۍ بوخت دي. کارپوهان پر دې باور دي چې که حکومت کرنې او مالدراۍ ته پاملرنه وکړي افغانستان به نه یوازې د کرنیزو محصولاتو او مالدراۍ له پلوه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي بلکې د لبنیاتو او کرنیزو محصولاتو پر یوه صادروونکي هېواد به بدل شي‎.

کابل کې د شیدو پروسس کارخونه جوړیږي

افغانستان د لبنیاتو تولید په برخه کې د لویو ظرفیتونو په لرلو سره په کابل کې د سل ملیون ډالرو په ارزښت لبنیات له نورو هېوادونو واردوی او په کال کې په کور دننه د شیدو د تولیداتو کچه ۲ ملیون و۱۰۰ زره لیټرو ته رسیږي 

شریک یي کړئ