Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ټاپي نندارتون، لومړی ګام

په کابل د ټاپي نندارتون کمېټې، چې د ټاپي پروژې په تړاو د نندراتونونو مسوولیت په غاړه لري، لومړی نندارتون له ۲۰ شرکتونو سره یو ځای نندارې ته وړاندې کړ.

دا نندارتون نن دوشنبه (د تلې ۲۳مه) په کابل کې پرانیستل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د ټاپي نندارتون د کمېټې مشر، د دې مراسمو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دې نندارتون موخه داده چې خصوصي شرکتونه د ټاپي پروژې له مسوولینو سره معرفي شي او په دې پروژه کې د شرکتونو لپاره کاري زمینه برابره شي.

سمیر متین وویل: «ټاپي یوه یوه سیمه‌ییزه پروژه ده او د افغانستان لپاره ګټوره پروژه ده، موږ وغوښتل چې د ټاپي پروژې له همدې فرصته چې د سیمې هېوادونو ته يې برابر کړی دی، د غړو هېوادونو تر منځ ښه اړیکه جوړه کړو.»

د یو ساختماني شرکت مسوول مشرف مشرف هم وویل: «زموږ شرکتونه د افغان کارکوونکو او اینجنرانو په فني وړتیا، ډېر ښه امکانات او وړتیاوې لري او دې ملي پروسه کې باید فرصت ورکړل شي، چې برخه واخلی او دا پروژه ښه عملي کړي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایع خونې، چارواکي د ټاپي پروژې د سست کار او عملي نه پیل کېدو په اړه نیوکه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي: «رښتیا هم د اندېښنې وړ ده، ډېر وخت تېر شوی، ټول ساختماني، ترانسپورتي شرکتونه او خدمات د پروژې پیل ته منتظر دي، لکه په قرارداد کې چې ویل شوي، ټول هغه خدمات، اسانتیاوې او پانګونه چې په داخل کې کېږي، باید له داخلي وړتیاو يې کار واخیستل شي.»

خو په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر عبدالرحمن مجاهد داسې وايي: «د عملي کار لپاره، تقریباً ۹۶-۹۵ سلنه عملي کارونه پیل شوي، امکان لري چې د دې کال په وروستیو یا د نوي کال په پیل کې کارونه عملاً پیل شي.»

د ټاپي پروژې د نندارتن مسوولین وايي له افغانستان وروسته په هند، پاکستان او ترکمنستان کې هم د نندارتونونو نیت لري.

شریک یي کړئ