Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار؛ اسیا پراختیايي او نړۍوال بانک دهله بند جوړوي

د اسیا پراختيایي او نړۍوال بانک په ګډه د دهلې بند جوړوي، چې په وینا يې په څلورو کلونو کې به يې کارونه بشپړ شي. 

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک مشر سم ویل تومیوا وايي، دې پروژه کې به د بند د کاسې، اوبه‌خور شبکې او برېښنا د ظرفیت لوړونې په دریو برخو کې کار وشي. 

هغه زیاته کړه: «کندهار د سویل مهم ولایت دی، دلته د اوبو رسونې شبکه بیخي خرابه ده، په داسې حال کې چې کرنیزو ځمکو ته د اوبه‌خور شبکې رسول خورا مهم دي، زما په فکر دا به د کندهار لپاره ډيره لویه او مهمه پروژه وي.»

تومیوا دا هم وویل، چې پخوا دې بند نه یوازې د اوبه خور شبکې لپاره کار  اخیستل کېده: «مګر اوس موږ هڅه کوو نوره استفاده هم ترې وشي، د دهلې بند په کاسه کې جمع شوې اوبه نه یوازې اوبه‌خور بلکې د څښاک لپاره هم کارېدای شي او د بریښنا تولید هم ترې ممکن دی.»

اقتصادي کارپوهان دا نېک اقدام بولي او زیاتوي د دې پروژې په بشپړېدو سره به کندهار کې هم د څښاک او اوبه‌خور د اوبو ستونزه هم کمه شي. 

په اقتصادي برخه کې د نظر خاوند صیام پسرلی وايي: «که پر داخلي بندونو کار پانګونه وشي، رښتیا چې له یوې خوا خلکو ته کار پیدا کېږي او له بلې خوا موږ ته برېښنا ارزانه تمامېږي، ځکه زموږ خپله برېښنا به وي.»

د اسیا پراختیايي بانک وايي، له دې بنده به ۲۴ میګا واټه برېښنا توليدېږي او شاوخوا ۲۰ زره هکتار ځمکه به خړوبه کړي. 

دهله بند کې به د پروژې له بشپړېدو وروسته د ابو ذخیره له ۲۹۸ میلیونه متر مکعبه نه ۷۹۸ میلیونه متر مکعبه ته ورسېږي.

شریک یي کړئ