Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اکبري: د ټاکنو په ورځ د رایې ورکړې دوه مرکزونه زورواکو تړلي وو

بلخ کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مشر وايي چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکړې دوه مرکزونه د طالبانو له خوا نه، بلکې د نامسووله وسله‎والو له خوا تړل شوي وو.

بلخ کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مشر محمدظاهر اکبري طلوع نیوز ته وویل چې نامسووله وسله‎والو د بلخ ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د رایې ورکولو د یوه مرکز بایومېټریک دستګاوې له ځان سره وړي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې ځايي زورواکو د دغه ولایت په رازي ولسوالۍ کې د رایې ورکولو یو مرکز تړلی او ځينې خلک د رایې د ورکړې له حقه محروم شوي دي.

اکبري څرګنده کړه چې د بلخ ولایت له دوولسو ولسوالیو د رایې صندوقونه د دغه ولایت د ټاکنو د سیمه‎يیز دفتر زیرمتون ته لېږدول شوي دي.

د بلخ د ټاکنو د سیمه‎ییز دفتر رییس وايي د رایو د صندقونو د راټولول بهیر د دوشنبې تر ماښامه پای ته رسېږي.

بلخ کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مشر محمدظاهر اکبري څرګنده کړه:«زموږ ۲۷ مرکزونه تړلي وو له دې ډلې دوه مرکزونه د دې لپاره چې د نامسووله زورواکو ترمنځ جګړه شوې وه وتړل شول او نور هلته ټاکنې ونه شوې.»

د دغه ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ييز دفتر د مالوماتو له مخې کابو ۲۵۰ زره تنه چې ۴۶ سلنه یې مېرمنې دي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ګډون کړی دی.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوولین د بلخ ولایت د رایو په یو شمېر مرکزونو کې د خلکو د رایو ورکولو په بهیر کې د ځینو زورواکو د نفوذ د کارولو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د دفتر مسوول عظیم عظیمي په دې اړه وویل:«ترکومه مو چې رپوټ درلود په ځينو مرکزونو کې نامسووله کسانو حضور درلود.»

له بلخ ولایته د ولسي جرګې دوه نوماندان چې د ټاکنو سیمه‎يیز دفتر ته ورغلي هم ادعا کوي چې د رایو په یو شمېر مرکزونو کې ځینو نامسووله وسله‎والو لاسوهنه کړې ده.

د ولسي جرګې نوماند ګل‌رحمان همدرد وویل:«ناامنۍ وې چې ځينې خلکو ونه توانېدل د رایو صندوقونو ته ورشي او رایه ورکړي.»

ولسي جرګې ته نوماند محمدابراهیم خیراندیش هم څرګنده کړه:«په ټول کې چهاربولک کې ۴۰۰ تنو ګډون کړی وه، په چمتال کې هم په همدې ډول، په بلخ ولسوالۍ کې هم، موږ انګېرو چې په قصدي توګه دا سیمې ناامنۍ شوې دي.»

له بلخوا د بلخ پولیس وايي دولتي ځواکونو هڅه کړې د رایو د مرکزونو امنیت خوندي کړي.

د بلخ امنیه قومندان جنرال اکرم سامح په ډاګه کړه:«د پلان په مطابق ځواکونو خپله دنده په بریالۍ توګه ترسره کړه.»

د بلخ ولایت د ټاکنو کمېسیون د سیمه‎يیز دفتر د شمېرو له مخې د ټاکنو په دوو ورځو کې د رایو په شرایطو برابرو ۲۵۰ زره کسانو چې ۴۶ سلنه یې مېرمنې دي خپلې رایې وکارولې.

د ځايي چارواکو د مالوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ په بلخ ولایت کې ۲۷، جوزجان کې ۳، سرپل کې ۹ او سمنګانو کې ۶ د رایو مرکزونه تړلي وو. چې په دویمه ورځ هم ځينې دغه مرکزونه تړلي پاتې شول او ځينې خلک د خپلې رایې له استعماله بې برخې شول.

شریک یي کړئ