Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې نږدې دوه سوه شکایتونه ثبت شوي

بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د شکایتونو لړۍ به تر نن (سه شنبه، لړم لومړۍ) تر ماښامه پورې روانه وي. 

بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند صالح محمد وايي تر اوسه ورته ۱۸۰ شکایتونه شوي دي، چې ډېری د څارونکو د وهلو او مرکزونو د تړلو اړوند دي. 

هغه وویل: «موږ نن هم وخت لرو، چې شکایتونه را ټول کړو، خو تر اوسه پورې نږدې ۱۸۰ شکایتونه له مختلفو حوزو نه موږ ته رسېدلي دي او ان شاءالله رسېدنه به ورته وشي.»

په ورته وخت کې ځینې نوماندان د ټاکنو کمېسیون پر کمزوري مدیریت نیوکه کوي او وايي، چې له همدې امله نږدې ۱۰۰زره پر شرایطو برابر کسان له رایو پاتې شول. 

په بدخشان کې د فیفا غړی سید نورالله باعث وايي:«بدخشان کې په ټاکنیز بهیر کې رښتیا هم ډېرې ستونزې وې، له هغې جملې فني ستونزې، د نوماندانو د څارونکو ډېرښت، د کمېسیون د غړو ناسم مدیریت او د خلکو پراخ حضور دا ټول د دې سبب شول چې ټول خلک رایې ونه شي کارولی.»

د اسلام یفتلي په نوم یو نوماند وايي: «په لومړۍ ورځ اتمه ناحیه کې دوه سایټونه تړلي و، په دویمه ورځ د ټاکنو کمېسیون له دستور پرته خلاص شوي او رايې راغلې، په داسې حال کې چې خلکو اصلاً رايې نه دي ورکړې، دا درغلي ده، باید په دې برخه کې جدي پام وشي.»

بدخشان کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون ساحوي دفتر مشر روح الله موسوي هم د نیمګړتیاوو موجودیت مني، خو وايي ټولو شکایتونه به واورېدل شي، هغه وویل:«رښتیا هم ځينې ځایونو کې ستونزې پېښې شوې او ځينې شکایتونه لري، خو ان شاء‌الله ټولو ته رسېدنه کېږي.»

دغه کمېسیون تاییدوي چې د بېلابېلو ستونزو له امله له نږدې درې سوه زره رایه ورکوونکو څخه نږدې ۱۴۰زره پر شرایطو برابر کسان له رایو ورکولو پاتې شوي دي.
 
شریک یي کړئ