Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بشري حقونو کمېسیون: ټاکنیز بهیر کې لس تنه نوماندان وژل شوي

د ټاکنیز بهیر له پيله تر اوسه د دوو احتمالي نوماندانو په ګډون لس تنه نوماندان وژل شوي دي. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، وروستۍ پېښه چې یو نوماند په کې ووژل شو، پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۵مه) هلمند کې وشوه، چې له دغه ولایت نه نوماند عبدالجبار قهرمان په کې ووژل شو. 

تر هغه وړاندې په ننګرهار کې قومي مشر او نوماند حاجي حیات الله او د افغان سیکانو نوماند اوتار سنګ خالصه په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول. 

همدارنګه له پروانه مولوي محمد انور نیازی او له کابل نه جلال الدین صالحي هم په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

په نوماندانو کې فریبا رحماني چې له بادغیس ولایت نه نومانده وه، په ترافیکي پېښه کې ووژل شوه. 

همدارنګه په غزني کې احتمالي نوماندان حاجي داوود او سیدعبدالله سادات په وسله‌والو بریدونو کې ووژل شول. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر د خواشینۍ تر څنګ یادونه وکړه چې باید امنیتي ځواکونه د ټاکنو پر ورځ امینت تامین کړي. 

هغې وویل: «د بشري حقونو کمېسیون ټول ۳۰ بریدونه ثبت کړي دي او هغه تلفات چې د کمپاین پر وخت په بریدونو کې پېښ شوي دي، ټول ۲۴۰ تنه دي، چې ۵۴ شهیدان او ۱۸۶ نور ټپيان دي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سید حفیظ الله هاشمي هم په دې اړه وايي: «لس تنه مو له لاسه ورکړي، او یو شمېر هغه وطنوال چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر دندو بوخت وي، خپل خوږ ژوند يې له لاسه ورکړی او ځينې هم ټپیان شوي دي.»

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې به شنبه (د تلې ۲۸مه) ترسره شي، چې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته ځانونه نوماندان کړي.
 
شریک یي کړئ