Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بغلان کې پر ټاکنیز بهیر د نوماندانو اعتراضونه

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د بغلان ولایت ځينې نوماندان کابل ته راغلي او د رسنیو په مخکې يې هلته شوې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې. 

دغه نوماندان وايي چې په ولایتي کمیسیون باور نه لري او ټینګار کوي چې په ګنو ټاکنیزو مرکزونو کې ان دولتي چارواکو د یو مشخص نوماند په ګټه صندوقونه ډک کړي. 

دوی دعوه کوي چې په خوست، اندراب او تاله برفک ولسوالیو کې د مشخصو نوماندانو په ګټه په زور سره صندقونه ډک شوي دي. 

د عزیزالرحمن سخي‌زاده په نوم یو معترض نوماند وايي: «مشخصو کسانو او سیمه‌ییز مسؤلینو د مشخص نوماند په ګټه رایې را ټولې کړې، هیله ده دا د بغلان په رایو کې ونه ګڼل شي.»

دوی ځايي مسؤلین په درغلۍ تورنوي او له ځانونو سره يې هغه ویډیو کلیپونه هم راوړي، چې دوی يې د درغلیو د اسنادو په ډول وړاندې کوي. 

د عبدالصمد پویا په نوم یو بل معترض نوماند وايي، ځايي چارواکو په زور صندقونه خپلو ځایونو ته وړي او ډک کړي يې دي. 

هغه د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند وویل:  «هغوی [ځايي چارواکو] د امنیه قومندانۍ د ننه صندوقونه ډک کړي.»

د ولسی جرګې غړی دلاور ایماق  هم دا تورونه تاییدوي او وايي چې ځايي زورواکو او سیمه‌ییزو مسؤلینو د څو مشخصو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک کړي دي 

هغه وايي: «دریو څلورو قومندانانو د ګڼو مرکزونو صندوقونه د لېږد په پلمه چې ګواکې ولسوالۍ ته يې وړي، خو دوی بل ځای ته وړي او د خپلې خوښې نوماند ته يې صندوقونو کې رايې اچولې.»

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې دوی هم له موضوع خبر او په اړه يې شکایتونه ور رسېدلي دي. 

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، له ټولو څارونکو هیله لري، چې د درغلیو او سرغړونو په اړه ورسره شواهد او اسناد شریک کړي. 

هغه زموږ همکار ته وویل: «موږ ته هم را رسېدلي دا موضوع، څېړو يې، کمیسیون به هم خپل کار پر مخ وړي، زموږ له ټولو څارونکو هیله دا ده چې اسناد او شواهد که لري زموږ له کشفي ارګانونو سره يې شریک کړي.»

د ټاکنو کمیسیون هم ورته څرګندونې لري او وايي که اعتراض کوونکي مدارک او اسناد ولري، دو به پرې سترګې پټې نه کړي.  

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال، عبدالعزیز ابراهیمي وايي: «که اسناد او مدارک وي، موږ يې څېړو، په هیڅ ډول يې نه پرېږدو چې سپینې او تورې رايې سره ګډې شې.»

معترض نوماندان دا هم وايي چې د ټاکنو کمیسیون باید هغه رايې باطلې اعلام کړي چې رایه ورکوونکي يې بایومټریک شوي نه وي. 

بغلان کې داسې مهال پر ټاکنیز بهیر د نیوکو لړۍ پیلېږي، چې بدخشان کې هم د اوو ولسوالیو د صندوقونو نه را رسېدو اندېښنې را پارولې دي. 

په بدخشان کې د ټاکنو ساحوي کمیسیون وايي تر دوو ورځو پورې به د کران و منجان، واخان، اشکاشم، راغستان، کوهستان او یاوان ولسوالیو د رایو صندوقونه ولایتي دفتر ته را ورسېږي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) له کندهار او غزني پرته ټول هېواد کې ترسره شوې، نن په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي.
 
شریک یي کړئ