Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر بېرته پرانیستل شو

د بلخ مرستیال والي وايي، دې ولایت کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر مخې ته اعتراض‎کوونکو خپلې خیمې نن(یکشنبې د تلې لومړۍ) ټولې کړې.

محمد بشیر توحیدي زیاتوي چې له معترضینو سره یې خبرو ښه پایله درلوده او حکومت هم د هغوی غوښتنو ته روښانه ځواب ورکړی دی.

د سیاسي ګوندونو معترضو پلویانو نهه ورځې مخکې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت او ټاکنو د خپلواک کمېسیون د بې پروايۍ له امله د دې ولایت د سیمه ییز دفتر دروازه وتړله.

په همدې حال کې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم کارولو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنه منل شوې ده.

په همدې حال کې د بلخ امنیې قومندان په دې ولایت کې د ټاکنو د سیمه‎ییز دفتر له پرانیستو هرکلی کوي او همداراز د ټاکنو د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت خبره کوي.

اعتراض کوونکي چې ځانونه د سیاسي ګوندونو پلویان بولي، نهه ورځې مخکې د بلخ ولایت د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر وتاړه او مخې ته یې خیمې ودرولې

شریک یي کړئ