Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر۳ورځو د نوم لیکنې دویم پړاو پای؛ کابو۶مېلیونه تنو نوم لیکنه کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر دوه ورځو وروسته به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم‎لیکنې دویم پړاو پای ته ورسېږي او تر دې دمه په ټول هېواد کې کابو شپږ مېلیونه کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

اخوا د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې درېیم پړاو به د غبرګولي په نولسمه په کلیوالو سیمو کې پيل شي.

په همدې حال کې په غزني کې د ټاکنو کمېسیون سیمه‎ییز دفتر له یوې میاشتې راهیسې تړلی دی.

د ولایاتو په مرکزونو او ولسوالیو کې د غبرګولي په ۲۲مه نېټه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم‎لیکنې بهیر پای ته رسېږي.

دغه شمېر د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه هدف ته نېږدې کړی چې له پنځو تر اووه مېلیونه کسانو به رایه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«له بده مرغه د دویم پړاو غځوو د درېیم پړاو وخت ونیو او اوس ټاکل شوې ده چې درېیم پړاو د غبرګولي له ۱۹ مه د چنګاښ تر ۵ مه په کلیو کې وي.»

دغه راز، پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه وايي، ترهغې چې خیالي او اصلي شمېرې سره جلا نه شي د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا ورکړل شوې شمېرې به د باور وړ نه وي.

د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده څرګنده کړه:«تر هغې چې مالوماتي بانک فعال نه شي او د محلونو او مرکزونو پاڼې اسکن او ثبت نه شي او مالوماتي بانک کې اضافه نه‎شي، دا شمېرې چې وړاندې کېږي نه شي کولای کره وي.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت د دوه میاشتو په موده کې نه‎دي توانېدلي چې په غزني کې د ټاکنو ولایتي دفتر پرانیزي.

له دې منځه تر اوسه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانۍ لپاره له ۳ زره ډېرو او د ولسوالیو شوراګانو لپاره بیا لږ ترلږه ۵ زره کسانو ټاکنیزې بستې ترلاسه کړې دي.

تر دې دمه ۱۴ سوه ۴۷ کسانو د ټاکنو ولایتي دفترونو ته د ټاکنیزو بستو په سپارلو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نوماندان کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې له پنځو مېلیونه او ۶۰۰ زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ