د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنیزو کمېسیونو پر کړنو نیوکه کوي او وايي چې دغو کمېسیونونو د هېوادوالو په حق کې جفا کړې ده.
ښاغلي دانش دا څرګندونې په کابل کې یوه ناسته کې د ولسي جرګې ټاکنو په ترسراوي کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کړنو د کمزورتیا ترڅنګ وکړې او په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو پر راوستو یې ټینګار وکړ.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاته کړه:«ټاکنیز کمېسیونونه باید پوه شي چې د افغانستان د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې او له دې ډېر نه شي کولای چې کمزورتیا او ناکاریۍ وزغمي، اوس د ملي یووالي حکومت مکلفیت دی چې هر اړخیز اصلاحات رامنځته کړي.»
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس وايي چې د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ یو لامل د نوماندانو په وروستي نوملړ کې د حکومت لاسوهنه ده.
د تاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي په دې اړه وايي:«هغه کارونه چې شوي له حکومت سره د کمېسیون د جوړجاړۍ په لړ کې شوي، اوس چې د کابل د راییو پایلې نه اعلانېږي، ډېر جدي بحث همدا دی له کمېسیونه نوملړونه حکومت ته تللي او حکومت د هغوی له منځه انتصاب کړي، نو مالومېږي چې واک د کمېسیون په لاس کې نه دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې بهیر کې ستونزې مني خو په دغه بهیر کې د فساد او د حکومت لاسوهنه روي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وویل:«هیله لرم چې کشفي ارګانونه خپله څېړنه وکړي دا مسایل وغځوي او هر څوک چې په دغه فساد تورون وي هغه د قانون منګولو ته وسپاري.»
خو حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو په کار کې هر ډول لاسوهنه ردوي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي پّ دې اړه څرګنده کړه:«دا په صراحت سره ویلای شم چې دا ډول لاسوهنه نشته او موږ په هېڅ پړاو کې له کمېسیونه نوملړ نه دي غوښتي چې د یوه ولایت نوملړ موږ ته راولېږي او د کمېسیون خپلواکۍ ته مو تل درناوی کړی دی.»
د ولسي جرګې ټاکنو د مهال وېش له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید دوې میاشتې مخکې د انتخاباتو لومړۍ او درې اوونۍ وړاندې هم وروستۍ پایلې اعلان کړې وای، خو تراوسه لومړنۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان شوې نه دي.