Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دټاکنو کمېسیون د دروازې په مخکې د اعتراض کوونکو خېمې لیرې کړل شوې

امنیتي ځواکونو د شنبې پر ګهیځ وختي (د وږي په ۳ مه) د ټاکنو کمېسیون د دروازې په مخکې د اعتراض کوونکو خېمې لیرې کړې.

پولیسو ویلي چې د اعتراض کوونکو د خېمو د لیرې کولو عملیات د شنبې پر کهیځ وختي درې بجې پیل او تر څلورو بجو پای ته ورسېد.

د پولیسو په وینا، د عملیاتو په لړ کې چا ته زیان نه دی رسېدلی ځکه چې اعتراض کوونکي له خېمو وتلي وو او همدارنګه دولتي ځواکونه له وسلې کار نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د هغو کسانو ځينې پلویان چې د ولسي جرګې ټاکنو له وروستي نوملړ څخه یې نوم ایستل شوی وه، کابل کې د ټاکنو کمېسیون دفتر دروازې مخ ته د څو خېمو په درولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو کابو ۱۰ دفترونو دروازې یې وتړلې او په نوملړ کې د خپلو کسانو د بیاځلې لپاره د نومونو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه یې وکړه.

له بلخوا سیاسي ګوندونو او بهیرونه ګواښ کوي چې سر له سنبې (د وږي له ۳ مه) خپل مدني اقدمات به پیل کړي.

د دغو ګوندونو په یوې اعلامیه کې راغلي چې په کابل او ولایتونو کې د هغوی مدني او عملي اقدامات به د ټاکنو کمېسیون د دفترونو د دروازو تړل وي.

اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې حکوت د رڼو ټاکنو ترسراوي ته هوډ نه لري.

دغه ګوندونو د حکومت او ټاکنو کمېسیون لخوا د خپلو غوښتنو د منلو غوښتونکي دي.

د ټاکنیز نظام بدلون، د رایو ورکوونکو د بایومټریک بهیر او د درغلۍ د مخنیوي لپاره د رایې ورکولو بهیر څارنه د سیاسي ګوندونو او بهیرونو اصلي غوښتنې دي.

تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د دغه بنسټ د دروازو تړل پاتې کېدل د دې لامل شوي چې د دغه کمېسیون کارونه شاته ولوېږي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي وو چې اعتراضونه او لاریونونه د هېوادوالو قانوني حق دی، خو که‎چېرې له دغو لاریونونو او اعتراضونو سره ملي بهیرونه زیان ویني، له لاریون کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه:«اعتراض کوونکو نوماندانو سره مذاکره راونه ده او که‎ خدای غوښتي وي چې د مذاکرې او خبرو له لارې همدا ستونزه حل شي، له هغې پرته د اعتصاباتو او اعتراضونو د قانون په سمون کې چې چېرته اعتراضونه وشي کولای شو د هغه پر بنسټ له دغو همکارانو او پلویانو سره اړ یو قانوني چلند وکړو.»

شریک یي کړئ