Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنبش ملي ګوند پلویانو په بلخ کې د ټاکنو کمېسیون دفتر وتاړه

د ملي جنبش یو شمېر پلویانو د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۲ مه)په مزار شریف کې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر دروازه تړلې ده.

له دې مخکې معترضینو په فاریاب، سرپل، جوزجان او تخار کې هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي وو.

اعتراض کوونکي ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د هغوی د غوښتونو په وړاندې بې پروايي وکړي، په بلخ کې به د دولتي بنسټونو دروازې به هم وتړي.

لاریون کوونکي د نظام الدین قیصاري د خلاصون او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو غوښتونکي دي.

د ملي جنبش ګوند پلویانو، په مزارشریف کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر پر دروازه لیکلي:«موږ له جنرال دوستم څخه پرته ټاکنې نه غواړو.»

یو تن له اعتراض کوونکو څخه فدامحمد فرزام وايي:«لاریون کوونکو نن د کمېسیون دروازه وتړله او پرېکړه دا ده چې په پرېکنده توګه د کمېسیون کارکوونکو ته اجازه نه ورکوو چې دلته کار وکړي.»

په ورته وخت کې د طلوع نیوز خبریال عارف موسوي وايي چې په مزارشریف کې د ټاکنو کمېسیون دفتر په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه د تیارسی په حالت کې دي.

د ملي جنبش د یو شمېر پلویانو او د ملي یووالي حکومت ترمنځ ناندرېو وروسته له هغې زور واخیست چې دولتي ځواکونو  جنرال دوستم ته نېږدی ځایي قوامندان  نظام الدین قیصاري ونیوه.

  د قیصاري تر نیول کېدو وروسته معترضینو په شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې لاریونونو ته مخه کړې ده.

یو تنه لاریون کوونکی نصرت وویل:« د خپلې هر رایې حسات له تا (ولسمشر) څخه اخلو.»

یو بل لاریون کوونکی زیاتوي:«ولې یې زموږ سرتېري په مرمۍ وویشتل او په خوله یې ضربه کړل.»

بل خواافغان حکومت په دې وروستیو کې د نظام الدین قیصاري ۶ سرتېري خوشې کړي خو اعتراضونه لا هماغه شان روان دي.

داسې ناتایید شوي رپوټونه هم چې وایي د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم به  ډېر ژر هېواد ته راستون شي.

شریک یي کړئ