Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر کې دفساد په اړه د حکتیار خبرداری

که‎څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون، راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره د ثبت شویو خلکو شمېر اته مېلیونه ښيي خو د حزب اسلامي ګوند مشر حکمتیار بیا وايي، یوازې درې مېلیونه خلکو واقعاً ټاکنو ته نومونه لیکلي، نور پنځه مېلیونه ښودل شوي ارقام خیالي دي.

حکمتیار څرګندوي، ټاکل شوې وه چې په دې اړه نن ارګ کې یوه مشورتي ناسته هم جوړه شي، خو سیاسي ګوندونو په کې ګډون ونه کړ.

د حزب اسلامي مشر وايي، چې د نوم لیکنې بهیر له پراخو درغلیو ډک دی.

یو کس ته د شلو پېژندپاڼو ورکړه، کورونو او نورو شخصي ځایونو ته د نوم‎لیکنې د سټېکرونو د کتاب لېږد او د نا امنه سیمو په نوم د ځينو برخو اعلانول له هغو سیاسي موخو دي چې ښاغلی حکمتیار یې نوم اخلي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«هغه بهیر چې اوس روان دی له پراخې درغلۍ سره روان دی که‎چېرې داسې په مخ ولاړ شي، د هغې پایلې به ډېرې خطرناکه وي او له مخالفت سره به مخامخ شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي چې د ټاکنو بهیر روڼ دی او دغه بنسټ به ثابه کړي چې د نوم‎ لیکنې بهیر په رڼه توګه ترسره شوی دی.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«کمېسیون په تصمیمونو او پرېکړو کې خپلواک دی او اړتیا نه لري او اړتیا نشته چې د چا تر فشار لاندې وي او د چا مشورې ته اړتیا نه لري په خپلواکه توګه پرېکړه کوي هغه شمېرې چې د کمېسیو له خوا اعلان شوې دي کره او رڼې دي.»

که څه هم په ټاکنو کې سیاسي ګوندونه د ونډې غوښتنه کوي او د حزب اسلامي مشر یې هم پر ځای بولي.

حکمتیار ټينګار کوي چې  سیاسي ګوندونه په هیواد کې د ملي یووالي د ټنګښت سبب ګرځي او ولسمشر باید د هغوی دا غوښتنه ومني.

ښاغلی حکمتیار زیاتوي:« ګمان کوم یوه جلسه وه خو فضا د دولت او ګوندونو ترمنځ لږ شخړیزه شوې وه، ګوندونو پرېکړه وکړه چې په دغې غونډه کې ګډون ونه کړي، نه یې مشران، نه یې استازي، هیله لرم چې دا پای ومومي او جنجالي فضا له منځه یوسي.»

د حزب اسلامي مشر وايي چې سیاسي ګوندونو یوه اجماع رامځته کړې او ولسمشر باید دغې اجماع ته درناوی وکړي. سیاسي ګوندونو تقابل او مقابله یې په سیاسي تفاهم بدل کړی.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې د ولسمشر د سې‎شنبې ورځې په پروګرام کې له ګوندونو سره هېڅ ډول غونډه نه وه.

ښاغلی حکمتیار حکومت ناتوانه او خپل منځي اختلافاتو کې ښکېل بولي او په رڼو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته د ونډې په ورکړې ټینګار کوي.

حکمتیار زیاتوي که هېواد د کړکېچ لورته ولاړ شي حکومت يې د کنټرول مخه نشي نیولی.

ښاغلی حکمتیار د نوم لیکنې په بهیر کې له بایو میټریک سیسټم څخه ګټه اخیستل وړاندیز کوي او وايي، هېچا ته ټاکنو کې د درغلۍ اجازه نه ورکوي.

شریک یي کړئ