Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د را روانو ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره د دولتي ځواکونو چمتووالی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي بنسټونو ژمنه کړې چې د ټاکنو په ورځ به د رایو ورکولو د ۵ زره او ۱۰۰ مرکزونو امنیت به د بهرنیو ځواکونو په مرسته ونیسي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته ۳۸ ورځې پاتې دي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي تراوسه یې د اوه مېلیونه او درې سوه زره تنو مالومات په مالوماتي بانګ کې ثبت کړي او د لسو ولایتونو د رایو ورکوونکو لومړنی نوملړ برابر شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«د کاپیسا، زابل، نورستان، کندهار، نیمروز، فراه، سرپل، غور لغمان او وردګ دغه لس ولایتونه چاپ ته چمتو دي.»

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«کابو ۲۱ زره محلونه جوړ شوي چې مخکې دغه نوملړ ورسره شریک شوی. د هغه لپاره امنیتي تابیاوې نیول شوې دي او ډاډ دا دی چې د ټاکنو په ورځ له دغو مرکزونو هر ډول چې کېږي امنیت یې ټینګ کړي. هیله لرو هغه ژمنه یې چې کړې عمل وکړي.»

د دغه بنسټ په وینا ۷ زره او ۳۵۵ د رایو مرکزونه د ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوي وو خو خلک وتوانېدل چې په ۵ زره او ۱۰۰ مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د رایو ورکوونکو د مالوماتو د ثبتولو په حال کې دي وايي تراوسه پر ۸۷ زره جعلي یا تکراري تذکرو سټیکرونه لګول شوي دي.

 له بلخوا د نفوسو د احوال د ثبت اداره د داسې پلاوي د جوړولو خبره کوي چې د جعلي تذکرو د څرنګوالي د څېړلو لپاره جوړ شوی دی.

د نفوذ د احوالو ثبت ادارې رییس همایون محتاط په دې اړه وویل:«یو بل لوړپوړی پلاوی چې د افغانستان لوی څارنوالی یې په مشرۍ کې دی چمتو شوی او په هغه کې د بېلابېلو بنسټونو غړي دي او موږ له هغوی غوښتي چې همدا خپرې شوې تذکرې چې په مطبوعاتو یا له کسانو سره دي وڅېړي.»

تېره اوونۍ سیاسي ګوندونو په جعلي مالوماتو سره په زرګونه تذکرې چې سټیکرونه پرې لګول شوي و رسنیو ته وښودې او ادعا کوي چې څو ورځې وروسته به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه له نورو لویو درغلیو پرده پورته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا ۷ زره او ۳۵۵ د رایو مرکزونه د ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوي وو خو خلک وتوانېدل چې په ۵ زره او ۱۰۰ مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.

شریک یي کړئ