Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نومیش ولسوالۍ اوسېدونکي دې دایکندي کې رایې ورکړي

د هلمند یو شمیر اوسیدونکو او مدني فعالانو د نومیش ولسوالۍ اوسېدونکي باید په دایکندي ولایت کې خپلې رایې وکاروي.

دوی په همدې اړه  نن (یک‎شنبې د چنګاښ۱۰مه) یوې ناسته کې وویل، چې د ناومیش ولسوالۍ اوسېدونکي خپلې رایې باید په دایکندي ولایت کې وکاروي، ځکه چې دا ولسوالۍ د ولسمشر د حکم له مخې په مؤقت ډول دایکندي اړوند شوې ده.

دوی د اعتراض په ډول د دیاد ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسون دروازه وتړل.

ناومیش په هلمند کي د هزاره قوم اوسیدونکو ولسوالي ده.

مدني فعال، عبدالولي پتیال وايي:«موږ خپل حق غواړو موږ نه غواړو چي ناومیش د هلمند مربوط شي یاده ولسوالی باید د دایکندي مربوط شي.»

بل ندني فعال، عبدالحق ځواکمن زیاتوي:«موږ نن دا پریکړه وکړه چي د کمیسیون دروازه وتړو، تر څو به د هلمند او پښتنو حق په نورو کسانو خوړل کیږي موږ په هیڅ اجازه نه ورکوو چي د ناومیش ولسوالي اوسیدونکي دي په هلمند کي رايي استعمال کړي.»

همداراز،  امین‎الله زیاتوي:«زموږ نورې پنځه ولسوالی هم باید ازادې شي ځکه هلته هم ټاکنې نه کیږي او د طالبانو په لاس کې دي نو هیله مو داده چې ناومیش دي په دایکندي ولایت پورې اړوند شي.»

بل خوا په هلمند کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه‎ییز دفتر وايي د ناومیش ولسوالی لپاره له ډایکنډي ولایت څخه ټاکنیز مواد استول شوي دي.

د هلمند د ولایت د ټاکنو کميسیون د سیمه‎ييز دفتر سرپرست، احمدشاه صاحب‎زاده څرګندوي:«د ډاکندي ولایت ټول ټاکنیز مواد هلمند څخه دایکندي ولایت ته استول شوي دي. خو کار کوونکو په اړه هیڅ معلومات نه لري او د ناومیش ولسوالی څخه دوه کسانو له هلمند ولایت څخه نوم لیکنه کړي ده.»  

خو د هلمند یو شمېر نور اوسیدونکي دا حرکت سیاسي یادوي، او وايي دا ډول خوځښتونه د هېواد د قومونو تر منځ نفاق رامنځ ته کوي .

د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی، سرور وايي:موږ کلونه کلونه له هزاره قوم سره څنګ په څنګ پاته شوي یوو، او زموږ تر منځ کومه ستونزه نه ده پیدا شوي او که چیري دغه مسله نوره هم وغځیږي دابه ډیري بدي پایلي ولري.

حاجي غلام هم د کجکي ولسوالی اوسیدونکی دی نوموړی وايي:ناومیش د باغران ولسوالی یو لویه سیمه وه، او وروسته د حامد کرزي په وخت کي د هلمند یو ولسوالي شوه او د یادي ولسوالی د تولو اوسیدونکو تذکري د هلمند ولایت مربوط دي نو دا کسان حق لري چي له هلمند ولایت څخه خپل رايي استعمال کړي.

کابو دوه کاله وړاندي له هغه وروسته چي یادي ولسوالی ته نیژدي سیمي د وسله والو طالبانو له لوري سقوط سوي ، یادي ولسوالی ته د تګ راتګ لاري وتړل سوي ، د حکومت د چارواکو له لوري یاد ولسوالي په موقت ډول ډایکنډي ولایت ته وسپارل سوه.

په هلمند کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه‎ییز دفتر وايي د ناومیش ولسوالی لپاره له ډایکنډي ولایت څخه ټاکنیز مواد استول شوي دي

شریک یي کړئ