Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوم‎لیکنې کابو ۸۰۰ مرکزونه دامنیتي ګواښونو له امله تړلي پاتې دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ۴۶۱ مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي او د دې احتمال شته چې د ټاکنو په ورځ هم تړلي وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټول هېواد کې د نوم‎لیکنې ۱۴۹۱ مرکزونه جوړ کړي چې له دې ډلې یوازې ۳۲۶۰ مرکزونه پرانیستي دي. ۴۶۱ مرکزونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي او د ټاکنو کمېسیون دا مرکزونه سقوطي مرکزونه نومولي دي.

۴۷۳ مرکزونه د ګواښونو له امله نه دي پرانیستل شوي او ۲۹۸ نورو مرکزونو ته هم تراوسه ټاکنیز توکي نه دي لېږدول شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د کندهار نېش او میانشین، د زابل اتغر او دای چوپان، د هلمند مارجه، د پکتیکا ګومل او ګیان، د بدخشان کوهستان، د جوزجان مردیان، قرقین او خماب، د ارزګانولایت خاص ارزګان، د غزني ۱۷ ولسوالۍ او د فاریاب ۱۱ ولسوالۍ هغه سیمې دي چې تراوسه د نوم‎لیکنې توکي ورسېدلي نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اداري او مالي مرستیال معاذ الله دولتي په دې اړه وویل:«هر کله چې توکي رارسېږي هماغه وخت څلوارلس ورځې یا هماغه وخت چې په پام کې نیول شوی هغه مهال د هغه لپاره تطبیقېږي.»

له بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس او غړي له یو شمېر امنیتي ځواکونو او ځوانانو سره په ناسته کې له طالبانو غواړي خلکو ته اجازه ورکړي چې د نوم‎لیکنې مرکزونو ته ورشي او نومونه ولیکي.

د ټاکنو خپلوا کمېسیون مشرعبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«یو ولسواکه نظام پر ټاکنو استواره دی. له دې امله ټاکنې سلیقه نه ده. انتخابات یوه هېوادنۍ فریضه ده.»

د ملي امنیت ریاست د رسنیو دفتر مسوول هم په دې ناسته کې وايي ټول امنیتي ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په خوندیتوب کې برخه واخلي.

د ملي امنیت ریاست د رسنیو دفتر مسوول حسیب صدیقي وویل:«تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چې په سمه توګه د ټاکنو د ترسراوي، د ټاکنو په کار کې د روڼتیا لپاره د هېوادلو د ځاني امنیت او د بې طرفۍ د اصل په پام کې نیولو سره خپلې هڅې کوو ترڅو دغه ټاکنې په ښه شرایطو کې ترسره شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تراوسه په ټول هېواد کې څه باندې څلورمېلیونه او دوه سوه زره کسانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه‎ لیکلي دي.

شریک یي کړئ