د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکنې په درېیمه ورځ، حکیم تورسن له خپلو دوه مرستیالانو خپل نومومه ولیکل.
ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند وايي کهچېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټاکنې رڼې او عدالت رعایت کړي، هغه به د انتخباتو بریالی وي او ولسمشر غني به د بریا موکه ونه لري.
ولشمسرۍ ټاکنو ته نوماند حکیم تورسن په دې اړه وویل:«هغه پېژندنه چې زه یې له خلکو لرم... ښاغلی غني هم نه شي کولای له ما سره سیالي وکړي.»
نادرشاه احمدزي او محمد شفیع قیصاري د تورسن د مرستیالانو په توګه نوملیکنه وکړه او ټاکل شوې وه چې تورسن د تېرې پنجشبې په ورځ نوملیکنه وکړي خو د دویم مرستیال ته د درېیو ساعتونو د انتظار سربېره هغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ونه رسېد.
تورسن په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ زیږدیزو کلونو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په ډله کې هم وو خو د نوماندانو په منځ کې چندان مطرح نه و.
ښاغلی تورسن وايي:« زما د کار په پير کې کار د کار اهل ته سپارل کېږي، د خلکو لپاره د کار زمینه برابرېږي او د دې ترڅنګ په لومړي ګام کې زما هڅه دا ده چې د غاصب، فاسد، مفسد او جاسوس پر ضد به مبارزه وکړم.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اطلاعاتو پر بنسټ تر دې دمه له دې کمېسیون څخه له درې اویا ډېرو کسانو اطلاعاتي بکسې ترلاسه کړې دي.
د فیفا بنسټ اجرايي رییس نعیم ایوب زاده څرګنده کړه:«ځينې نوماندان د دې لامل کېږي چې رایې خورې شي او انتخاباتي ټکټونه ونه کړای شي لږ تر لږه پنځوس جمعه یوه رایه ترلاسه کړي، ترڅو ګډونکی شي. له بده مرغه دا د حکومت له خوا یوه مهندسي او پلان شوی پروګرام دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وویل:«په همدې اوونۍ کې ښاغلي حنیف اتمر چې تر یوه بریده داسې برېښي چې ټاکنیز ټکټ یې بشپړ شوی او ځينو نورو جهادي او سیاسي شخصیتونو هم ژمنه کړې چې د نوملیکنې په پار د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته راشي.»
په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو ویلي چې په دې اوونۍ کې به د نوملیکنې په موخه کمېسیون ته ورشي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د مرغومې میاشتې تر وروستۍ نېټې نوملیکنه کولای شي. تر دې دمه عبدالطیف پدرام او حکیم تورسن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.