د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ نن پای ته ورسېده او د دې لړۍ له پیله تر پرونه، په ټول هېواد کې ۹۴۰ کسانو ټاکنو ته نوم لیکنه کړې ده.
خو د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندۍ لړۍ ۲ ورځې نوره هم وغځېده او تر پرونه یو زرو او ۱۴ تنه کسانو ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي وو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسۍ وايي:«د دې لپاره چې د ولسوالیو شوراګانو ته بیاځلې دا فرصت ورکړل شوی هغه دا دی چې د بېلابېلو ولایتونو په ولسوالیو کې داوطلبه ښځې په بشپړه توګه شتون نهلري.»
له بلخوا د ولایتونو په مرکزونو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر هم د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته پای ته ورسېد.
له دې مخکې د ولسوالیو په مرکزونو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د غبرګولي په اوولسمه نېټه پای ته رسېدلی وه او اوسمهال د هېواد په کلیوالو سیمو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې درېیم پړاو دوام لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تراوسه په ټول هېواد کې له شپږ مېلیونه زیاتو کسانو نومونه لیکلي دي.
اغلې بادغیسۍ زیاته کړه:«درېیم پړاو د هغو داوطلبو او خلکو لپاره ډېر ښه فرصت دی چې د هېواد په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې ګډون کوي خو په بشپړه توګه یې د نوم لیکنې بهیر کې د ګډون موکه پیدا کړې نه ده.»
په دې لړ کې په یوه نوې څېړنه کې چې د افغانستان د پراختیا موسسې لخوا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۳ زره او ۴۰ تنو ته د پوښتنلیکونو د استولو له لارې ترسره شوې راغلي، د دې څېړنې ۴۸ ځواب ورکوونکي راتلونکو ټاکنو ته هیلهمن دي او ۶۸،۹ سلنه ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به ګډون وکړي.
په دغه څېړنه کې راغلي له ځواب ورکوونکو څخه یوازې ۳۷ سلنه کسان د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د حکومت پر ژمنې باور لري.
په دغې څېړنه کې ۸۳ سلنه ځواب ورکوونکي ټاکنې په هېواد کې د سیاسي واک د لېږد لپاره تر ټولو غوره لار بولي.