Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنځو نورو ولایتونو کې هم د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د کونړ، نورستان، سرپل، سمنګانو او میدان وردګو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې، جاوېد صاپی، مولوي شهزاده شاهد، نعمت الله کریاب او وږمه صاپۍ له کونړ ولایته، مخدوم ابدال الله محمدي، حیات الله سمنګاني، ضیاالدین ضیا او محبوبه رحمت له سمنګانو، محمد اکبر سلطان زاده، اسدالله ایوبي، سید محمد حسن شریفي بلخابي، الحاج حمیدالله بېک او عزیزه جلیس له سرپل ولایته، عبیدالله نورستانی او ډاکټره زاهده فیضان له نورستان ولایته او عبدالاحمد درانی، عبدالرحمان وردګ، محمد مهدي راسخ، حلیمه عسکري، انجنیره حمیده اکبري له وردګو ولایته، چې په ترتیب سره په هر ولایت کې لوړې رایې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یوې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه بنسټ کې جوړه شوې وه، وویل چې دغه پایلې وروستۍ نه دي او شونې ده چې په دې اړه پرېکړه بدله شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې په وقفه‎يي توګه اعلان کړې دي.

له دې سره جوخت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلوونکي کال د وري میاشتې په ۳‍۱مه د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي لپاره شپېته تر اویا سلنه چمتووالی لري.

د ټاکنو کمېسیون په وینا، د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې تقویتي بهیر به د روان کال د مرغومې میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شي او د سږکال د سلواغې میاشتې تر څلورمې به وغځيږي .

 د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به هم د سلواغې میاشتې له لومړۍ تر دولسمې نیټې په دغو ټاکنو کې د سیالۍ لپاره نوم‎لیکنه وکړي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري میاشتې په یو دیرشمه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له شپیته تر اویا سلنې د چمتوالي د نیولو ډاډ ورکوي خو په دې تړاو شکونه شته دي.

د ولسي جرګې غړی خلیل الله شهید زاده وايي:«وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، ترڅو د ټاکنو کمېسیون او یا حکومت، دا ننګونې لیرې کړي او د ټاکنو په لور ولاړ شي.»

 د تشکیلاتو په برخه کې د سمونو راوستل، د رایه ورکوونکو د کره نوملړ برابرول او دغه راز له بایو مټریک دستګاوو سمه ګټه اخیستنه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې بنسټيزې اړتیاوې بلل کیږي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ټینګار کوي چې دغه اړتیاوې یې په لومړیتوبونو کې دي.

شریک یي کړئ