Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دالارانشاء سرپرستې دنده پرېښوده

د شهلا حق، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دالارانشاء سرپرستې تېره ورځ(یک‎شنبې د غوييٍ۲۳مه) خپله دنده پرېښوده.

مېرمن حق د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د خپلې استعفاء‎لیک په استولو سره ویلي دي چې د تذکرو  پر کاپي د سټېکرو لګول ټاکنو کې د لاډېرو درغلیو زمینه برابروي.

دې همداراز زیاته کړې وه چې دا طرحه به ټاکنې د تخینکي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي او د تذکرو کاپي کارولو طرحه عملي نه ده. له همدې کبله هغه نه غواړي چې وروسته له دې خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه چې ټاکنې له درغلیو سره کېږي.

مخکې له دې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه مرستیالان او یو غړی د تذکرو پر کاپي د سټیکرو لګولو پرېکړه غیرقانوني عمل بولي. دوی وايي چې د کمېسیون رئیس او ولسمشر په یوازې توګه دا پرېکړه کړې ده.

د دغه کمیسیون غړي د کمرې پر مخ څه نه وايي خو زیاتوي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون رییس او ولسمشر کړې ده. دوی زیاتوی له دې طرحې سره یوازې د ټاکنو کمیسیون رییس او یو غړی موافق دي، نورو رد کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه پریکړه لیک له مخې چې طلوع‎نیوز ته رسېدلې د دغه کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، اداري او مالي مرستیال معاذالله دولتي، د ټاکنو کمیسیون غړي عبدالقادر قریشي او ملیحه حسن چې په دغه پریکړه لیک کې یې لاسلیک کړی دی.

دوی وایي چې د ټاکنو د قانون له مخې دغه کمیسیون نه شي کولی د ټاکنو د بهیر په لړ کې د ټاکنو اړوندې تګلارې بدلې کړي.

مېرمن حق په ۱۳۸۲ لمریز کال را په دېخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي

شریک یي کړئ