Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماندانو اسناد څېړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د اسنادونو ارزونه پیل کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون مالي او اداري مرستیال، معاذالله دولتي وايي، له ۲ زره ۵۸۰ کسانو څخه زیاتو کسانو ولسي جرګې ته او له ۴ زره ۶۵۰ کسانو نه زیاتو کسانو ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نومولي.

د دې کمېسیون د شمېرو له مخې د ټول هېواد په کچه له شپږ میلیونه ۶۲۵ ډيرو کسانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

ښاغلی دولتي څرګندوي:«ټاکل شوې ده چې د دې کسانو ټول اسناد کابل ولایت ته راورسیږي او نن (سې‎شنبې د غبرګولي۲۹مه) په رسمې توګه پیل شوې ده، لومړۍ د کابل ولایت او ورپسې کابل ته نېږدې زونونو د نوماندانو اسناد څېړل کېږي.»

د ټاکنو کمېسیون مالي او اداري مرستیال وایي، د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د شمېر کمښت له کبله ښايي، د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ د اختر تر ورځې غځولې وه، خو تر اوسه کابو څلورنیم زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.
 
معاذالله دولتي وړاندې وايي:«د ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې بهیر تر عیده دوام درلود. خو بیا هم وګورو، هغه معیارونه چې په پام کې نیول شوي دي، د ښځو شمېر دی مشورې ته اړتیا لري چې څنګه ښځو ته موکه ورکړو او که په یو شمېر ولسوالیو کې د نارینه وو ونډه کمه وي هغوی ته موکه ورکړو.»

بلخوا په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د دوی د مالوماتو پربنسټ د هیواد په لویو ښارونو کې د ټاکنو د نوماندانو شمیر زیات و خو په ځينو ولایتونو کې بیا د ټاکنو بهیر کم رنګه دی.

د فیفا اجرايي مشر، یوسف رشید څرګندوي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیونه له بده‎مرغه چې ټولو کیسونو ته په یو ډول ګري، دوی د ټاکنو قضیو زیانونه په ګوته کوي چې د ولسوالۍ او خطر په پرتله ورته وګورې او د حل لار ورته پیدا کړي.»

د ټاکنو لپاره نوم لیکنه په کلیو کې دوام لري، خو په غزني کې د ټاکنو کړکیچ لاهم پای ته ندی رسیدلی.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د تلې میاشتې په ۲۸مه نيټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مالوماتو پربنسټ د ټول هېواد په کچه له شپږ میلیونه ۶۲۵ ډيرو کسانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده

شریک یي کړئ