Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره د ۵۰ زره سرتېرو د ماموریت پيل

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده سر له سبا، څه باندې ۵۰ زره امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره خپله دنده پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې، تر راتلونکو اوو ورځو (د تلې په ۲۸ مه) د رایې ورکړې په څه باندې پنځه زره مرکزونو کې ترسره شي.

په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د هېواد په ۱۹ بېلابېلو ولسوالیو کې د رایې ورکړې مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«د ټاکنو د ورځې د امنیت تامین لپاره، موږ څه باندې ۵۰ زره ځواکونه په پام کې نیولي، خو د اړتیا په صورت کې دا ځواکونه تغییر کوي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې ټاکنو پر وړاندې د امنیتي ننګونو له اندېښې سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له امنیتي ادارو غواړي څو د راتلونکو ټاکنو امنیت ټینګښت لپاره خپل تدابیر زیات کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي حفیظ الله هاشمي:«په تېر درې میاشتو کې په پنځو زرو مرکزونو کې نوم‎لیکنه شوې ده او امنیتي ځواکونو د دغو مرکزونو د امنیت ټينګښت تایید کړی، خو که‎چېرې د امنیت په تامین کې بدلون رامنځته شي، ښه ده چې امنیتي بنسټونه هغه له موږ سره شریک کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو سیالیو له پيله، تراوسه په هېواد کې څو ترهګریزې پېښې رامنځته شوې دي چې د ځينو نوماندانو په ګډون یو شمېر هېوادول یې هم وژلي دي.

دغه وضعیت پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اندېښمن کړي. دغه بنسټونه وايي که‎چېرې دغه امنیتي ګواښونه حل نه شي، نه یوازې په ټاکنو کې روڼتیا نه تضمینېږي، بلکې د رایې ورکوونکو او نوماندانو ژوند هم په خطر کې دی.

له دې سره جوخت، د ټاکنو کمېسیون وايي چې بنسټیز ټاکنیز توکي له کابل او میدان وردګو پرته د ۳۱ ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي، او ټاکل شوې ده د ټاکنو له ترسراوي یوه ورځ مخکې دغه توکي د رایې ورکولو مرکزونو ته ورسېږي.

بلخوا دغه کمېسیون وايي چې تراوسه ټول هغه کارکوونکي چې د ټاکنو په ورځ د بایومېټریک له دستګاوو استفاده کوي، هغوی ته د دغو دستګاوو د استفادې د څرنګوالي روزنه ورکړل شي.

د ټاکنو د ترسره کېدو د ورځې په نږدې کېدو سره سم د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د پنځه زرو ډېرو ټاکنیزو مرکزونو د امنیت ټینګښت په موخه څه د پاسه پنځوس زره امنیتي ځواکونه به خپل ماموریت د یکشنې په ورځ پیل کړي.

شریک یي کړئ