پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کارونو کې د حکومت لاسوهنه به، د دې لامل شي چې راتلونکې ټاکنې به له ننګونو سره مخامخ شي.
دغه بنسټونه وایي، د ټاکنو کمېسیون کې د نظرونو اختلاف به، په ټاکنو کې د بې ثباتۍ لامل شي.
تر دې وړاندې داسې رپوټونه وو، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر، له ولسمشر سره په همغږۍ او د کمېسیون د غړو له نظر سره خلاف، د کمېسیون په وېبپاڼه کې د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګولو اعلامیه خپره کړې وه. خو دا اعلامیه اوس د کمېسیون پر وېبپاڼه نشته.
د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېکر لګول پر سر د ټاکنو کمېسیون او د ولسمشر لخوا د اختلاف رامنځته کېدو وروسته دغه کمېسیون غړو په څو ساعته غونډو کې د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول رد کړل.
او په دغه کمېسیون کې د ولسمشر پرېکړه تر بحث لاندې ده خو لاهم د ټاکنو کمېسیون د بحث پایلې روښانه شوې نه دي.
د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس د دغه کمېسیون د غړو پرېکړه قانوني بولي او د تذکرو پر کاپي د سټېکرلګول د درغلیو د زیاتوالي لامل بولي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي په دې اړه زیاته کړه:«د کمېسیون پرېکړې له اکثریتو رایو سره اخیستل کېږي. کهچېرې د تذکرې پر کاپي د اسټېګر لګول ومنل شي درغلۍ به زیاتې کړي. کهچېرې د حکومت لاسوهنې زیاتې شي ټاکنې به د کړکېچنې شي او په انتخاباتو کې به بې ثباتۍ رامنځته کړي. کمېسیون باید خپله خپلواکي وساتي.»
پر ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنو کمېسیون غړي دد ې ستونزو په هواري کې کمزوري بولي او زیاتوي چې دا کار به د ټاکنو په بهیر ناوړه اغېزه پرې باسي.
د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید په ډاګه کړه:«د کمېسیون غړي د خپلو ستونزو په حل کې ناتوانه دي. دوی پر کوچنیو موضوعګانو فکر کوي او نه پوهېږي چې پر ټاکنو او ټاکنو ته د نوملیکنې پر بهیر منفي اغېزه کوي.»
د تیفا بنسټ اجرايي رییس نعیم ایوبزاده هم څرګنده کړه:«د کمېسیون په کړنو کې د حکومت لاسوهنې او د انتخاباتو کمېسیون د غړو خپل منځي ستونزې ټاکنې له ننګونو سره مخ کوي، دلته اصلي ستونزه د حکومت لاسوهنه ده.»
د ټاکنو کمېسیون دوه غړو او د دغه کمېسیون دوه مرستیالانو د غوايي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د تذکرو په کاپي د سټېکر لګول رد کړل او زیاته يي کړه چې د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې نه شي کولای د ټاکنو په بهیر کې طرحې او کړنلارې بدلې کړي خو د دغه کمېسیون رییس د ولسمشر دغه پرېکړ عملي اعلان کړه.