کابو پنځه میاشتې کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نه لري او همدارنګه د عامه پوهاوي او بهرنیو اړیکو ریاستونه چې د مالوماتو ورکړه یې د دندې یوه برخه ده، د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
له همدې امله رسنۍ باید د کمېسیون د مشرتابه غړو په لټه کې وي چې دې کار رسنۍ له ستونزو سره مخامخ کړې دي، ځکه د کمېسیون د مشرتابه غړي په ډېری حالاتو کې یا له رسنیو سره خبرو ته نه حاضرېږي او یا هم د رسنیو تماسونو ته ځواب نه ورکوي.
د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ ویاندې صغرا سعادت په دې اړه وویل:«د نوملیکنې بهیر ته د خلکو د نه لېوالتیا یو ستر لامل د کمېسیون په اړه د بشپړ مالومات نه لرل او د تللي اعتماد بېرته نه ترلاسه کېدل دي چې کمېسیون واقعاً په دې چاره کې ناکام وه.»
د ټاکنو څارونکي بنسټونه د انتخاباتو په اړه خلکو ته د مالوماتو ورکولو په کار کې د بې پامۍ د ناوړه پایلو په هکله ګواښ کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید وايي:«د شک، ګمان او نیوکې لپاره یو طرفه فضا رامنځته شوې ده، او دې خوا یوه ژبه چې وکړای شي خلکو ته بیا قناعت ورکړي او بحثونه روښانه کړي د پروسې ښېګڼې او بدۍ څرګندې کړې له بده مرغه دا کمبودي شته.»
په دې لړ کې د هېواد پخوانی لوی څارنوال حکومت د ټاکنو په چارو او همداراز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په کارونو کې په لاسوهنې تورنوي.
پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت څرګنده کړه:«موږ ولیدل چې ولسمشر د کمېشنرانو په ګمارنه کې څه وکړل او د دارالانشا د رییس په ګمارنه کې څه کوي او زه د ټاکنو کمېسیون ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه وایم، دې ته د انتخاباتو ناخپلواک کمېسیون وایم.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې څه باندې پنځه مېلیونه کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په اته ویشتمه نېټه ترسره شي.