Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي نېټه اعلان کړه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د وري میاشتې ۳۱ مه ڼېټه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي ورځ اعلان کړه.

په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې  دغه کمېسیون  له څارونکو او یو شمېر ګوندونو سره له سلامشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د راتلونکي کال د وري میاشتې یو ۳۱مه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ورځ اعلان کړي؛ یانې د ولسي جرګې له ټاکنو شپږ میاشتې وروسته.

خو د سیاسي ګوندونو او بهیرونو سیاسي کمېټه د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره د خپلو غوښتنو پر عملي کولو ټینګار کوي.

د هغوی غوښتنه له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیونه دا ده چې د ټاکنیز نظام دې بدل او له برېښنايي سیسټم سره دې د ټاکنو ترسراوي لپاره دې لاره هواره کړي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټه له ملګرو ملتونو غواړي چې په ټاکنیزو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي ځکه د دوی په خبره د افغانستان حکومت په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره لار برابره کړې ده.

 اخوا د سیاسي ګوندونو سیاسي کمېټه په ټاکنو کې د بهرنیو بنسټونو د پلویتوب خبره کوي.

د سیاسي ګوندونو د سیاسي کمېټې غړی  همایون جریر څرګنده کړه:«یونما چې موږ له یوه بې پرې اداره بولو ځينې مرکې او د نظر څرګندونې یې چې په تېرو کې کړي دي، هغوی ته لازمه نه وه چې په دې اړه هغوی څرګندونه وکړي.»

د سیاسي ګوندونو سیاسي کمېټه وايي چې په ارګ او له ارګه بهر ځينې کړۍ هڅه کوي ترڅو د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي او ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.

ښاغلي جریر زیاته کړه:«زموږ مهمه غوښتنه له (اس ـ ان – ټي - وي) سیسټم څخه (ای – ډي ـ ار) ته بدلون دی او د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو په بایومټریک کېدو ټینګار کوو او زموږ دا غوښتنې کېدونکې دي.»

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه د حکومت دریځ داسې بیانوي:«موږ د ټاکنو له بهیره ملاتړ کوو.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ګوندونو دا غوښتنې د ټولو ګوندونو غوښتنه نه ګڼي او اوس‎مهال د دغو غوښتنو عملي کېدل ناشوني بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي زیاته کړه:«زموږ وېره دا ده چې یوځل اوه ګوندونه راځي او خپلې غوښتنې مطرح کوي او موده وروسته بل ګوند راشي او نورې غوښتنې مطرح کړي په همدې ډول د ټاکنو نوماندانو هم غوښتنې لرلې... موږ هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسېږو او هوکړه وشي.»

اخوا د سیاسي ګوندونو د غوښتنو د څېړنو ځانګړې کمېټې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په خپلې دویمه ناسته کې د ټاکنو سیسټم د بدلون او د رایو ورکوونکو د بایو مټریک کولو د طریقې د عملي کولو د څرنګوالي په تړاو بحث وکړ.

د ګوندونو د سیاسي کمېټې رییس محمد ناطقي څرګنده کړه:«موږ په دې وخت کې یوې بیړنۍ اجماع ته اړتیا لرو چې ګوندونه د هغوی یوه برخه وي. او پایلې ته ورسېږي ترڅو بیاځلې ګډوډي رامنځته نه شي.»

سیاسي ګوندونه وایي چې څه باندې پنځه مېلیون تنو په درغلۍ سره نوم‎لیکنه کړې ده او دا رایې باید باطلې اعلان شي.

د سیاسي ګوندونو د غوښتنو د څېړنو ځانګړې کمېټې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په خپلې دویمه ناسته کې د ټاکنو سیسټم د بدلون او د رایو ورکوونکو د بایو مټریک کولو د طریقې د عملي کولو د څرنګوالي په تړاو بحث وکړ.

شریک یي کړئ