د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون د سیمهییزو عملیاتو ریاست پر سرپرست عبیدالله نیازي باندې د ور پورې تورونو د څېړنې په حال کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تلې میاشتې د ټاکنو په ترسره کېدو کې د ستونزو له امله د دغه بنسټ سیمهییز رییس زمری قلمیار غزني ولایت ته تبدیل کړ او د کونړ ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس عبیدالله نیازی يې د نوموړي پر ځای وګوماره.
کهڅه هم پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ملي امنیت له لوري د مالي فساد په تور د عبیدالله نیازي د نیولو خبر ورکوي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال وایي چې تر اوسه د ملي امنیت ریاست په دې تړاو په رسمي توګه دوی ته څه نه دي ویلي. او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه چارواکی له چهارشنبې تراوسه کاري دفتر ته نه دی راخلی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال سید ذبیح الله سادات په دې اړه څرګنده کړه:« مشرتابه هڅه کوي چې دا موضوع دقیقه کړي چې واقعیت څه دي، ایا ښاغلي نیازي کومه بله موضوع لرله او یا هم د دې هڅه یې لرله چې د ټاکنو په پروسه کې هڅه وکړي کوم څوک بریالی یا ناکام کړي، یا له چا یې پیسې ترلاسه کړي. د دې موضوع د صدق لپاره مشرتابه هڅه کوي ترڅو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه موضوع وڅېړي او واقعیت پیدا کړي.»
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم دغو بنسټونو ته د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د فساد د رپوټونو د رسېدو خبره کوي او د ملي امنیت له ریاسته غواړي چې په دغه کمېسیون کې مالي فساد باید په بې پرې توګه وڅېړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه سیالیو اجرايي رییس یوسف رشید وویل:« په قضیه کې ویل شوي چې بلفعله نیول شوی. او دمګړۍ په بند کې دی. په ورته وخت کې خبر شوي یوو چې د کمېسیون د ځينو همکارانو له خوا هڅې روانې دي چې دا کس وژغورل شي دا موضوع زموږ لپاره ډېره جدي ده.»
له پرله پسې اړیکو سره سره مو په دې تړاو د ښاغلي نیازي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظرونه تر لاسه نه کړای شول.
یو شمېر نوماندان هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو له لوري د ولسي جرګې د څوکیو پلور په تړاو اندېښنه څرګندوي.
یو له دغو نوماندانو احمد خان مسلم:« بډې اخیستونکي او دوکه کوونکي کارکوونکي باید ونیول شي د کمېسیون اتیا سلنه کارکوونکي باید ونیول شي. ملي امنیت ښه کار کړی باید د کمېسیون رییس هم ونیسي.»
تر دې وړاندې د کابل د ټاکنو خپلواک کميسیون د ولایتي دفتر سرپرست ظاهر اکبري د مالي فساد او د دغه بنسټ په مرکزي دفتر کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله له دندې استعفا وکړه.