Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو پرانستلو لپاره د نوماندانو غوښتنه

د ولسي جرګې ځینې نوماندان وايي چې هغوی په پلازمېنه او ځينو نورو ولایتونو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو د تړل پاتې کېدو په اړه اندېښمن دي.

دغه نوماندان وايي چې له نوملړه د ایستل شویو نوماندانو اعتراضونو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي. د هغوی په وینا، د دغه وضعیت دوام، هغه پروګرامونه چې هغوی د ټاکنیزو فعالیتونو لپاره لري له منځه به ولاړ شي.

ولسي جرګې ته نوماند هادي میران په دې اړه وویل:«هغه ټاکل شوی وخت چې موږ په پام کې نیولی وه دا وخت که‎چېرې اوږد شي د مهال له نظره او همدارنګه له اقتصادي پلوه له شک څخه پرته به ستونزمن شي.»

ولسي جرګې ته بل نوماند مولامحمد پیمان هم څرګنده کړه:«دا زموږ پر کار اغېزه کوي. دا زموږ پر وخت اغېزه کوي. هوا سړېږي شونې ده چې ټاکنې وځنډېږي. دا په خپله یو ظلم دی.»

بلخوا له نوملړه د ایستل شویو نوماندانو پلوان په کابل او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندې اعتراضونه دوام لري او هغوی په وروستي نوملړ کې د هغوی د نومونونو د اضافه کېدو ټینګار کوي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د دغه وضعیت د پایلو د ناوړه اغېزې په اړه ګواښ کوي.

پر ټاکنو د څار بنسټ غړي حبیب الله شینواري په دې اړه وویل:«د ټاکنو ترسراوي ته دوه میاشتې پاتې دي او موږ ډېره اړتیا لرو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په غوره توګه خپل کارونه ترسره کړي.»

په داسې حال کې چې اعتراض کوونکي د ولسي جرګې له وروستي نوملړه د ټاکنیزو شکایتونو پر کړنې نیوکه کوي، خو دا کمېسیون په دې باور دی چې یوازې قانون کولای شي دا ستونزه حل کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په دې اړه وویل:«هغه څه چې ستونزې حلولای شي له قانون څخه تابعیت دی او د دغې ستونزې د حل لپاره د حکومتي او امنیتي بنسټونو لازمو، جدي، مشروع او قانوني تابیاو نیول دي.»

له دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوماندانو په وروستي نوملړ کې د بدلون د رامنځته کېدو خبره کړې وه.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د ټاکنیزو مسایلو په اړه پرېکړه د ټاکنیزو کمېسیونونو له واکونو بولي او حکومت به د ټاکنو په کار کې لاسوهنه ونه کړي.

له نوملړه د ایستل شویو نوماندانو پلوان په کابل او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندې اعتراضونه دوام لري او هغوی په وروستي نوملړ کې د هغوی د نومونونو د اضافه کېدو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ