Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیز بهیر له پیل سره د تړلو مرکزونو راپورونه

هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رایو اچونې بهیر په داسې حال کې پیل شو چې د کابل ترڅنګ په ځينو ولایتونو کې د رایې ورکړې یو شمېر مرکزونه تړلي پاتې دي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سهار په اوو بجو په ټاکنو کې د رایې ورکونې د پیل اعلام کړی و، خو په کابل او ولایتونو کې د طلوع نیوز خبریالان وايي، چې د ټاکنو په زیات شمېر محلونو کې لا تر اوسه د رایې ورکونې بهیر نه دی پیل شوی.

خلک له  دې  اړخه اندېښمن دي او له اړوند مسئولینو یې غوښتنه دا ده څو ژر تر ژره دې دغې نیمګړتیا ته پام وکړي.

په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائيه ریاست دوهم مرستیال، محمدمحقق سره له دې چې ټاکنې د هېواد لپاره مهم پړاو بولي، خو د ستونزو په اړه اندېښنه لري.

ښاغلي محقق له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل کابو دوه نیمه ساعته کېږي چې د رایې ورکړې په تمه دی، خو د رایې ورکړې مرکز نه دی پرانیستل شوی.

نوموړي زیاته کړه:«تر نهه نیمو بجو پورې په تمه یم او تر اوسه د رایې ورکړې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي چې خپله رایه ورکړم.»

دی وايي د رایې ورکړې مرکز ته د رایې ورکوونکو نوملړ نه دی رسېدلی. هغه وړاندې وايي:«د ټاکنو کمېسیون له مسوؤلینو سره مو اړیکه ونیوله، د کمېسیون رئيس وویل چې د اجرایوي برخې مسوؤل چې ښاغلی رودوال دی، دا ستونزه هواروي، خو د نوموړي ټلفون بند دی.»

د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال زیاته کړه:«یو مرکز د نور وحدت جومات چې په سرکاریز کې، په سلام تپه کې، د جمال مینې دیارلسم نبمر لیسې مرکز، سخي کارته کې شپږم نمبر ښوونځی، د برچې اتفاق جومات، دارالامان کې د باقرالعلوم جومات او په قاضي کلا کې یو مرکز تړلی دی.»

ښاغلي محقق همداراز زیاته کړه چې یوازې په ده خدای داد کې ۱۴ مرکزونه تړلي دي.

نوموړی د تړلو مرکزونو د ستونزو په اړه وايي چې په یو شمېر سایتونو کې یا نوملړونه نه دي راغلي، یا هم مسوولین نه دي راغلي او یا هم د بایو متریک دستګاه خرابه ده.

محمد محقق وايي:«د ټاکنو کمېسیون له مسوؤلینو سره مو اړیکه ونیوله، د کمېسیون رئيس وویل چې د اجرایوي برخې مسوؤل چې ښاغلی رودوال دی، دا ستونزه هواروي، خو د نوموړي ټلفون بند دی.»

شریک یي کړئ