Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیز بهیر کارکوونکي ټاکنو کمیسیون پر کمزوري مدیریت تورنوي

د ولسي جرګې لپاره د دوه ورځني ټاکنیز بهیر په اوږدو کې د ګڼو نیمګړتیاوو موجودیت د ټاکنو کمیسیون هم تایید کړ. 

سره له دې چې د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد ګڼو ستونزو له امله بښنه وغوښته، خو ضمناً يې یاده کړه، چې د پوهنې وزارت له لوري ور معرفي شویو کسانو د غیر حاضرۍ له امله ورته ستونزې جوړې کړې. 

هغه وویل: «ښوونکي چې خبر شوي، چې زموږ معاشونه دومره دي، بښنه يې وغوښته، چې موږ نه‌شو حاضرېدلی، داسي وخت يې کمیسیون خبر کړ، بل کار کوونکی مو له کومه راوستی وای.»

خو په یاد بهیر کې د پوهنې وزارت له لوري ور پېژندل شوي ښوونکي د ټاکنو کمیسیون پر کمزوري مدیریت تورنوي. 

هغوی دعوه کوي چې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین ناتوانه دي او ګڼ غیر مسلکي کسان يې ګمارلي دي. 

د قیس محمد شیرزاد په نوم یو تن وايي چې دوی ته روزنه هم ورکړل شوې وه، خو بیا يې هم پر ځای نور کسان ګمارل شوي و.

هغه وویل: «روزنه يې هم راکړې وه، زده کړه مو هم کړې وه، زموږ پر ځای داسې کسان راوستي و، چې هیڅ بلد نه و.»

یو بل تن ښوونکی وايي چې ټاکنیز مرکز ته چا ور پرېښود هم نه، هغه وویل:«شین سهار پنځه نیمې بجې راغلی وم، د فاضل بېګ مکتب دروازې ته، چا ننوتلو ته نه پرېښودم.»

د بصیره نصیر په نوم یوه ښوونکې هم ورته نظر لري او وايي چې د ټاکنیز بهیر کارکوونکي «بازاري» وو، هغه وايي:«د افسوس ځای دا دی چې هر څومره د ټاکنو کمیسیون شعار ورکوي، چې موږ کسان د اهلیت او وړتیا له مخې ټاکنې، له بده مرغه داسې روزونکي يې ګمارلي و، چې بازاري و.»

د دې تر څنګ د لنډمهاله کارکوونکو لپاره د معاش کمی او د ټاکنو کمیسیون ناسالم مدیریت دوه نور هغه عوامل بلل کېږي، چې د ټاکنو په ورځ تر څو ساعتونو پورې کارکوونکي حاضر نه شول.

له دې سره سره د ټاکنو کمیسیون او د حکومت دواړه مشران ټاکنیز بهیر بریالی بولي، خو ګڼ شمېر هېوادوال ګیله کوي چې دوی خپلې رايې و نه‌شوای کارولی. 

د ټاکنو کمیسیون تېر ماښام (یک‌شنبه، د تلې ۲۹مه) وویل، چې شاوخوا  څلور میلیونه کسانو رایې ورکړې، په داسې حال کې چې د نوم لیکونکو شمېر يې نږدې نهه میلیونه یاداوه. 

یوازې بدخشان کې ولایت کې ۱۰۰زره تنه له رایې اچونې بې برخې شوې او د ټاکنو کمیسیون په کمزوري مدیریت تورنوي.
 
شریک یي کړئ