Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاپیسا په ۳ ولسوالیو کې د نوم لیکنې ۱۵ مرکزونه تړلي پاتې دي

په داسې حال کې چې په کلیو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې د وروستي پړاو شاوخوا ۱۴ ورځې پاتې دي، خو تراوسه د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه تړلي پاتې دي.

په کاپیسا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نجراب، تګاب او اله‎ساي ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو د پراخه حضور له کبله د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې ۱۵ مرکزونه لا هم تړلې پاتې دي.

په کاپیسا کې د سیمه‎ییز دفتر رییس عبدالرحمن فرید څرګنده کړه:« په نجراب ولسوالۍ کې دوه مرکزونه، په تګاب کې اوه مرکزونه او په اله‎ساي کې شپږ مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.»

اخوا د کاپیسا ولایتي شورا د دغو مرکزونو د نه پرانیستو له کبله اندېښمنه ده او وایي، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

بل پلو د کاپیسا امنیه قومندان محمد رزاق یعقوبي وایي، د دغو مرکزونو د فعالولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه:«پوځي عملیاتي پروګرامونه په لاره اچول شوي او که‎چېرې وکړای شو مرکزونه پرانیزو، او که و نه شول د دغو مرکزونو ۵۰ سلنه به یې پرانیزو.»

په کاپیسا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر چارواکي وایي، تراوسه په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰ زره کسانو نوم‎لیکنې کړې چې له دغې ډلې یې ۳۰ زره ښځې او لس زره کوچیان دي.

شریک یي کړئ