Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسي بهیرونه او ګوندونه د نوم‎لیکنې بهیر د لغوې غوښتونکي دي

د یو شمېر جهادي ګوندونو او سیاسي بهیرونو مشرانو او استازو د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د ټاکنو بهیرونه په ځانګړې توګه د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر یې وڅېړه.

د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جرايي رییس دویم مرستیال، محمد محقق، د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني، د افغانستان نوین ملي جبهې مشر، انوارالحق احدي، د محاذ ملي ګوند مشر، سید حامد ګیلاني، د جنرال دوستم زوی باتور او ځینې نورې سیاسي څېرې له هغو کسانو څخه وو چې په دغې غونډه کې یې حضور درلود.

 دوی، د ټاکنیزو بهیرونو له څېړلو وروسته  د رایې ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

د اسلامي وحدت ګوند استازی اسدالله سعادتي وايي:«ژر تر ژره دې د نوم لیکنې دا بهیر دې چې نه شي کولای د درغلۍ مخه ونیسي باطل اعلان شي او د بایمټریک له ټکنالوژۍ څخه په ګټنې نوې نوم‎لیکنه دې پیل شي.»

د ټاکنیز نظام بدلون، د نوم‎لیکنې د بهیر لغوه کېدل، د رایې ورکوونکو د نوم‎لیکنې لپاره له بایو مټریریک سیسټمه کاراخیستل او دغه راز یو ولایت د یوې حوزې په توګه ټاکل د دغو سیاسي بهیرونو له غوښتنو دي.

د محاذ ملي ګوند د اجرايي پلاوي غړی احسان الله صدیقي څرګنده کړه:«موږ له خپلو ټولو امکاناتو او لاروڅخه کار اخلو ترڅو له دغه بهیره چې د ډېر کړکېچ د رامنځته کېدو لامل کېږي مخنیوی وکړو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې چې د نوملیکنې په بهیر کې ستونزې مني خو دا غوښتنې بې وخته بولي او وایي چې سیاسي ګوندونه دې له ټاکنو سره د پرېکون پر ځای د ټاکنو له بهیره د څارنې په برخه کې له دغه کمېسیون سره مرسته وکړي.

د ټاکنو کمېسیون منشي سید حفیظ هاشمي په دې اړه وویل:«د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر مسله خپلې نیمګړتیاوې لري خو په بشپړه توګه ویلای شم چې دا بهیر به روڼ وي.»

اوس مهال شاوخوا نهه ملیون تنه هېوادوالو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده ؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې له دې منځه  شاوخوا دوه سوو پنځوس زره کسان په معلوماتي بانک کې ثبت شوی دی او تر اوسه په دې بهیر کې د پراې درغلې له شتوالي معلومات په لاس کې نشته .

شریک یي کړئ