Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسي بهیرونه د بایومېټریک پر ټولیزې کارونې ټینګار کوي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده د ټاکنو په ورځ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو او بهیرونو په غوښتنه، له بایومېټریک پېژاند څخه کار واخلي، خو اوس سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي چې دا بهیر باید ټولیز وي او د رایې ورکړې په ټولو مرکزونو کې له دغو دستګاوو کار واخیستل شي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو سیاسي ګمېټې نن (شنبې د تلې په ۱۴ مه) کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل که‎چېرې د رایې ورکړې په هر محل کې د بایومېټریک له دستګا کار وا نه‎خیستل شي، د هغه محل رایې باید باطلې اعلان کړل شي.

نور رحمان اخلاقي چې د جمعیت اسلامي ګوند په استازيتوب په دغه کمېټه کې حضور لري وايي:«په هغو سیمو او ښارونو کې چې هلته انټرنېټ شته د بایومېټریک دستګاوو کارونه، باید په انلاین توګه وي، ځکه چې په افلاین توګه استفاده د تکراري او باطلو رایو له سترې څپې سره مخ کېږي چې د هغه چاڼ د ډېرو ستونزو لامل کېږي.»

سیاسي ګوندونه او بهیرونه د رایه ورکوونکي د دوو ګوتو، عکس او دغه راز د هغه د تذګرې ثبتېدل د درغلۍ د مخنیوي لپاره اړین بولي.

په دغې کمېټه کې د حزب اسلامي استازی همایون جریر په دې اړه وايي:«واقعي بایومېټریک غواړو، هغه بایومېټریک چې وکړای شي زموږ ملت راضي کړي؛ موږ د دې پلویان یوو. او دا خپل حق بولو هغه تړون چې د ټاکنو د بایومېټریک کېدو په اړه له کومې کمپنۍ سره شوی ګوندونه او د افغانستان خلک د هغه له جزییات خبر شي.»

اخوا  د ټاکنو خپلواک کمېسیون که‎څه هم له بایو مېټریک دستګاوو کار اخیستل په ټاکنو د درغلیو د مخنیوي لپاره یو ښه غوراوی بولي خو زیاتوي چې یوازې هغه کسان به د رایې ورکونې حق ولري چې پر تذکرو یې سټېکر لګول شوی وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«فکر نه کوم چې موږ دې په انلاین توګه کار وکړای شو، که‎چېرې افغان حکومت وتوانېږي چې ۲۱ زره محلونو ته، انټرنېټ ووېشي او وکړای شي دا انټرنېټ تامین کړي، طبعاً چې موږ خوشحاله یوو چې انلاین شي. خو که‎چېرې انټرنېټ چمتو نه شي، طبعاً چې موږ په افلاین توګه مخته ځو.»

له اصلي رایو نه د جعلي رایو د جلا کولو له بهیره د کره څارنې څرنګوالی، د حکومت له لوري د بایو مېټریک دستګاوو د برابرولو د تړون په تړاو د مالوماتو ورکول، او د ټاکنو د نظام بدلون د سیاسي ګوندونو او بهیرونو له نورو غوښتنو دي.

دغه کمېسیون ټینګار کوي، په بشپړه توګه له دې ټاکنو څارنه کولای شي ترڅو په ټاکنو کې روڼوالي سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ