سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي کې بې وسې بولي او له حکومته غواړي چې په دغه بنسټ کې اصلاحات رامنځته کړي.
سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټنیګار کوي، خو وايي له حکومت سره په تماس کې دي ترڅو د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه پایلې ته ورسېږي.
د ګوندونو او بهیرونو د سیاسي ګمېټې غړی همایون جریر وايي:«د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له ستونزو سره چې لرلې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناکامي او بې کفایتي ښيي، نو پر دې بنسټ ګوندونه او نړیوالۍ ټولنې مدني ټولنې او حتا دولت دې نظر ته رسېدلی چې دا کمېسیون له دغه ظرفیت سره نهشي کولای د ولسمشرۍ ټاکنې په سمه او بریالۍ توګه ترسره کړي.»
دغه سیاسي ګوندونه او بهیرونه پر هغه څه نیوکه کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې پراخه درغلي بولي او زیاتوي عدلي او قضايي ادارې باید دغو ستونزو ته پام وکړي.
د ګوندونو او بهیرونو د سیاسي کمېټې بل غړی اسدالله سعادتي وویل:«درغلي جرم دی او هغو کسانو چې درغلي کړې او یا هم په درغلۍ تورنېږي باید ژر تر ژره عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.»
بلخوا د ولسي جرګې غړي هم د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکه کوي او څرګندوي چې دغه کمېسیون ډموکراسي بدنامه کړه.
د ولسي جرګې غړی درزابي وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون له بدنامۍ پرته بل څه نه دي، ډموکراسي یې بدنامه کړه، ولسواکي یې بدنامه کړه او د خلکو رایې یې تر پوښتنې لاندې راوستې.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو خبره کوي.
نوموړی کمیسیون همداراز زیاتوي په تېرو درېیو ورځو کې کابو څلوېښت تنو د ولسمشرۍ ټاکنو مالوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال مرزا محمد حق پرست په دې اړه وايي:«تراوسه په رسمي توګه هېچا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه نه ده کړې، البته منطق دا دی چې دوی غواړي لومړی مالومات ترلاسه کړي او وروسته نوملیکنه وکړي.»
له دې مخکې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو او یو شمېر نوماندانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوړپوړي کارکوونکي په مالي فساد تورن کړي او په رسنیو کې هم د دې بنسټ د ځینو چارواکو لخوا د نوماندانو د بریالي کېدو یا ناکامولو په اړه تصویرونه خپاره شوي دي.