له هغې یوه ورځ وروسته چې د افغانستان لوی ایتلاف کابل کې سرګونه سټیکر لرونکې جعلي پېژندپاڼې رسنیو ته ښکاره کړي، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دا ایتلاف هڅه کوي له دې کار سره د خلکو ذهنونه مغشوش او د ټاکنو بهیر سبوتاژ کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون، عبدالبدیع صیاد، نن (یک شنبې د وږي۱۱مه) یوې خبرې ناسته کې وویل چې د اېتلاف په لاس کې شته سټیکرو د اصلي، یا جعليوالي او یا دا چې دا پېژندپاڼې پر ټاکنو خپلواک کمېسیون تړاو لري او کنه نه، په اړه مالومات نلري.
ده وړاندې وویل:«موږ د هر سټيکر په اړه مسوؤل یوو، خو دا نه ده څرګنده چې دا له ایتلاف سره شته پېژندپاڼې اصلي دي او که جعلي.»
د نوموړي په خبره د نوم لیکنې په موده کې په ولایتونو کې ۶۰ د سټیکرونو کتابچې ورکې شوې چې ښایې یوه برخه کې د ایتلاف لاسته لوېدلې ده.
ښاغلي صیاد وویل چې دا سټيکرونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې اړوند وي، نو عاملان به یې عدلي او قضايي بنستونو ته وسپاري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس همداراز زیاته کړه چې دا کمېسیون د پېژندپاڼو مسوؤلیت نلري او په اړه یې باید د نفوسو د احوالو ثبت اداره ځوابو ووایي.
د افغانستان لوی ایتلاف تېره ورځ زرګونه سټیکر لرونکې جعلي پېژندپاڼې رسنیو سره شریکې کړې او ادعا یې وکړه چې د نوم لیکنې بهیر له درغلیو ډک دی.