Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صیاد: د یک‌شنبې په ورځ ځينو مرکزونو کې د ټاکنو احتمال شته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې چې کارکوونکي او یا هم مواد ناوخته رسېدلي دي، د رایې اچونې لړۍ به د شپې تر اتو بجو دوام ولري.

د ټاکنو کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) تر غرمې وړاندې په خبري کنفرانس کې وویل، که له غرمې وروسته تر یوې بجې ځينې محلونه خلاص نه شي، امکان لري ټاکنې يې سبا (یک‌شنبې په ورځ) ترسره شي.

هغه وايي په دې اړه به وروستۍ پرېکړه نن له خلکو سره شريکه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې نن د پلازمېنې په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته خلاصېدو، خلک شکایت ته اړ کړل.

کابل ښاریان وايي سره له دې چې د ټاکنو بهیر د سهار په اوو بجو پیل شو، خو تر یوولسو بجو پورې هم لا ګڼ مرکزونه خلاص نه شول.

د ټاکنو کمېسیون هم د مرکز په ګډون په ولایتونو کې هم د مرکزونو تړل کېدل مني، خو زیاتوي چې تر یوې بجې که تړلي مرکزونه خلاص نه شول، نو دې مرکزونو کې به ټاکنې سبا (یک‌شنبه) ترسره شي.

طلوع‌نیوز واټس‎اپ ته په نږدې یو نیم ساعت کې تر څلور زره ډېر شکایتونه را رسېدلي دي، چې خلک د مرکزونو د ناوخته خلاصېدو، بې نظمیو او بایومټریک دستګاوو له خرابۍ شکایتونه لري.

په هرات ولایت کې رایه ورکوونکي شکایت کوي، چې د دوی مرکزونو ته د بامیانو نوملړ ور رسېدلی او د دوی د نوم‎لیکنې نوملړ درک نه لري.

وړاندې د ټاکنو کمېسیون ویلي و، چې ټاکنیز بهیر به د سهار له اوو بجو پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام ولري.

ټاکنو کمېسیون به تول هېواد کې د رایه ورکولو لپاره ۵۰۷۰ مرکزونه ټاکلي، چې د دوی د مالوماتو له مخې د ټاکنو لپاره نږدې نهه مېلیونه کسانو نوم‌لیکنه کړې ده.

د ټاکنیز بهیر د څار په موخه د ۱۹ بهرنیو څارونکو په ګډون تر ۲۰۰ زره ډېر کسان ګمارل شوي دي.

په داسې حال کې چې نن د پلازمېنې په ګډون، په ګڼو ولایتونو کې د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته خلاصېدو، خلک شکایت ته اړ کړل.

شریک یي کړئ