Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو د دفترونو  تړل د ټاکنو له رونتیا سره مرسته نکوي

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله په یو شمېر ولایتونو کې د ملي ائتلاف لخوا د ټاکنو د ولایتي دفترونو تړل کېدل خواشینونکی عمل بولي.

ښاغلي عبدالله نن(دوشنبې د وږي۲۶مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې ټینګار وکړ چې د ټاکنو ولایتي دفترونو تړل کېدل د ټاکنو روڼتیا نشي یقیني کولای.

د ملي ائتلاف یو شمېر پلویانو دوه ورځې مخکې په کندهار، بلخ او هرات کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل. دوی د ټاکنو  لپاره د رایو ورکوونکو پر بایو مټریک کېدو ټینګار کوي.

 نن هم د یاد ائتلاف یو شمېر پلوایانو ننګرهار ولایت کې د د ټاکنو د کمېسیون ولایتي دفتر وتاړه.

بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس  تېره ورځ وویل چې د ټاکنو د دفترونو په تړل کیدو سره به د ټاکنو په مهال ویش کې ځنډ رامینځ ته شي. 
خو اجرائيه رئیس بیا څرګنده کړه چې کمېسیون د ټاکنو د روڼتیا د یقیني کیدو لپاره رڼو  له ګوندونو او مدني ټولنو سره د خبرو اترو مسوؤلیت لري.

 اجرایه ریس په خپلو خبرو کې په ټاکنو سربیره له امریکا سره امنیتي تړون ته هم اشاره وکړه. ټینګار یې دا و چې دغه تړون د لویې جرګې لخوا تائید شوې او پکار نه ده چې د سیاسي موخو لپاره له پوښتنو سره مخ شي.

په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو او د ولسي جرګې غړو د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوي امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتونکي شول.

اجرائيه رئیس څرګنده کړه چې کمېسیون د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په موخه له ګوندونو او مدني ټولنو سره د خبرو اترو مسوؤلیت لري

شریک یي کړئ