Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني به په ولسمشرۍ ټاکنو کې له څلور کسیز ټکټ سره نوم لیکنه وکړي

د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله هم بشپړه شوه او ټاکل شوې چې په راتلوونکو ولسمشیزو ټاکنو کې له درې هم ډلي ولري.

په حکومت کې یوه معتبره سرچینه د دې پخلی کوي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، امرالله صالح، د لومړي وزیر او سرور دانش اوسنی دویم مرستیال، د دویم مرستیال په توګه او د عامې روغتیا پخوانی وزیره ثریا دلیل د درېیم کس په توګه د ولسمشر غني په ټاکنیزه ډله کې دي.

د قانون پر بنسټ ولسمشر کولای شي یوازې دوه مرستیالان ولري. خو حنیف اتمر چې هغه هم نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه، په خپل ټاکنیز ټکټ کې عالم ساعي د درېیم کس په توګه معرفي کړ. هغه وايي د بریا په صورت کې اساسي قانون به تعدیل کړي او ښاغلی ساعي د ترک توکمو د استازي په توګه د هغه په ټاکنیزه ډله کې د درېیم مرستیال په توګه به معرفي شي. یونس قانوني د ښاغلي اتمر د لومړي او محمد محقق هم د دویم مرستیال په توګه د هغه په ټاکنیز ټکټ «سولې او اعتدال» کې دي.

شونې ده چې ولسمشر غني به په پام کې لري چې د بریا په صورت کې د اساسي قانون له تعدیل سره د درېیم مرستیال ځای ګی تعریف کړي.

له دې سره جوخت، په اجراییه ریاست کې سرچینې وايي چې د ښاغلي عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم د بشپړېدو په حال کې ده.

د دغې سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزی د لومړي مرستیال او د کریم خلیلي یو له نږدې کسانو د دویم مرستیال په توګه غوره کړي، خو په دې اړه تراوسه خبرې وروستۍ شوې نه دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، یو بل کس دی چې ټاکل شوې د راتلوونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه وکړي، هغه د کابل ګارنیزیون پخوانی رییس مراد علي مراد د لومړي مرستیال او مسعوده جلال د دویمې مرستیالې په توګه معرفي کړي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم‎لیکنې بهیر د مرغومې په ۱۳ مه ڼېټه پيل شوې. تراوسه عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سیدنور الله جلیلي، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا او حنیف اتمر د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۹ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

بله ورځ د یکشنبې په ورځ (د مرغومې له ۳۰ نېټې) ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې وروستۍ نېټه تعیین شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم‎لیکنې لپاره  تراوسه ۷۳ تنو مالوماتي بستې ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر چارواکو د ملي یووالي حکومت مشرانو، څارونکو بنسټونو او هېوادوالو نیوکې ډېرې دي. دغه بنسټ له کابو درې میاشتو وروسته تراوسه لا هم نه دی تونېدلی چې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش تېره اوونۍ وویل چې ټاکنیزو کمېسیونونو د هېوادوالو په حق کې جفا کړې ده، او له دې ډېر نور د زغم نه ده.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستل پر ټاکنیزو کمېسیونونو د څارونکو بنسټونونو یوه اصلي وېره او اندېښنه ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو کمېسیون اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«نوم‎لیکنې له بهیر مخکې د اصلاحاتو نه راوستل، د کمېشنرانو د بدلون بحث هم له خطر سره مخ کوي، ځکه چې زموږ په فکر د نوم‎لیکنې د نوم لیکوونکو په منځ کې داسې څېرې هم وي چې د د ټاکنیزو کمېسیونونو د اوسنیو غړو پلویان وي او په هغه وخت کې اجراییه رییس او ولسمشر هم نوماندان دي.‌»

ټاکل شوې چې د هېواد ولسمشرۍ ټاکنې، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ