Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني ولسمشریزو ټاکنو کې د دوستم ملاتړ غوښتی

ټاکل شوې چې تر راتلوونکې یوې اوونۍ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر پیل شي.

د ملي جنبش ګوند ویاند وايي ولسمشر د یوې لیدنې په لړ کې له جنرال دوستم څخه غوښتي ترڅو په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم له هغه ملاتړ وکړي.

بشیر احمد ته‎ینج زیاتوي چې د ولسمشر لومړي مرستیال تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه څرګنده کړه:«ولسمشر هم تراوسه د معاون صاحب په تمه دی چې په خپله معاون صاحب څه پرېکړه کوي.بلې هغوی (ولسمشر) له مرستیال صاحب سره ډلې جوړولو ته لېواله دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي، خو ولسمشریزو ټاکنو ته ځينې نور نوماندان دغو ټاکنو ته د نوم‎لیکنې له چمتووالي خبر ورکوي.

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«هغه خبرې چې له خلکو سره لرم زما د ټکټ په اړه هم دی؛ د خلکو نظریات هم اخلم چې هغوی څه ډول ټکټ غواړي.»

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ولسمشریزو ټاکنو د عملیاتي پرواګرم له وروستي کېدو او همدارنګه د دغه کمېسیون له چمتووالی خبر ورکوي.

د ټاکنو خپلوااک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه چمتووالی چې اړین و. په دغه کار کې عملیاتي پلان او د نوم لیکنې لپاره زموږ د کارکوونکو روزنه وه چې له نېکه مرغه چې عملیاتي پلان د کمېسیون له خوا تصویب شو.»

تراوسه ولسمشر اشرف غني، محمد حنیف اتمر او شیدا محمد ابدالي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو په توګه چمتووالی ښودلی دی.

سخن‌گوی حزب جنبش، می‌گوید تاکنون معاون نخست رییس‌جمهور در بارۀ این‌که بار دیگر از غنی در انتخابات پشتیبانی کند یا نه تصمیمی نگرفته است.

شریک یي کړئ