Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فیفا: ټاکنو کمېسیون ۲۵ موردونو کې له قوانینو سرغړونه کړې

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا د تاکنو خپلواک کمېسیون د قوانینو پر سرغړونې تورن وي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنو په اړه د فیفا بنسټ د څیړنو له مخې نوموړي کمېسیون ۱۸ ځله د انتخاباتو له قانونه سرغړونې کړې دي، ۶ ځله یې د ټاکنو د مهال وېش د اعلان په تړاو قانون ترپښو لاندې کړی او همداراز یو ځل ددې بنسټ لخوا له اساسي قانونه سرغړونه شوې ده.

د فیفا بنسټ غړی نعیم اصغري وايي:«... د ټاکنو قانون ۳۵ ماده په څرګنده تر پښو لاندې شوې چې د ټاکنو کمېسیون خپل ځينې واکونه حکومت ته سپارلي دي.»

د فیفا د عدالت غوښتنې ډلې غړي وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماندانو د نوم لیکنې پرمهال دوه ګونی چلند درلود او همداراز یې د سیاسي ګوندونو د غوښتنو په وړاندې په بې پامۍ عمل کړی دی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارونه رڼه نه بولي. سیاسي ګوندونه وايي د کابو پنځه مېلیونه کسانو نومونه په تقلبي توګه په کمېسیون کې ثبت شوي دي.

دغه بنسټ وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قوانینو ۲۵ موارد ترپښو لاندې کړې دي. د فیفا د راپورونو له مخې دغه کمېسیون د رایو ورکوونکو او نوماندانو د نوم لیکنې او د کارکوونکو د ګمارنې په برخو کې د دغه بنسټ قوانین نقض  کړي دي.

شریک یي کړئ