Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لا هم هېواد کې۷۶۰ د نوم‎لیکنې مرکزونه تړلي دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکنو ته د نوم‎لیکنې شمېر۴میلیونه او ۹۳۷ زره تنو ته رسیدلی، خو لاهم ۵۱۵ مرکزونه د امنیتي ګواښونو او ۲۴۵ مرکزونه هم د توکو نه رسېدو له کبله تړلي پاتې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړی، سیدحفیط الله هاشمي وایي د جوزجان خماب او قرقین، د بدخشان کوهستان، د پکتیکا ګیان او ګومل، د هلمند مارجې، د زابل دای چوپان او د فاریاب څلورو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي نه دي رسیدلي.

دی وړاندې وايي:«مواد باید پر خپل وخت رسېدلې وی، له بده مرغه چې الوتکې په عملیاتو کې بندې دي. ځنډ شو خو هغه مواد چې ولسوالیو ته رسېدلي دي هلته نوم لیکنه پیل شوې ده.»

ټاکل شوې د ولایتونو په مرکزونو کې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې لومړی پړاو د غبرګولي په اوولسمه نیټه پاي ته ورسیږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا چارواکی وايي چي د مودي زیاتولو په موخه خبرې اترې پیل شوې دي:«کمېسیون خپلې څېړنې پیل کړې دي، مالي او امنیتي مسله مطرح ده چې له حکومت سره شریکه شي تر څو هواره شي.»

د نوم لیکنې ۴۵۲ مرکزونه د دولت تر واک لاندې سیمو څخه بهر دي او نه پرانیستل کیږي. 

له دې ډلې د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر نه دی پیل شوی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د دغو انتخاباتو د روڼتیا او امنیت د ټینګښت په هکله انديښنه لري.

د ټاکنیز نظام اصلاح کمېسیون غړی، صدیق الله توحیدي وايي:«د ښه امنیت او نسبي امنیت په شتون کې د رایې ورکړې پر ورځ، بیا به هم ښې ټاکنې او رڼې ټاکنې ونه لرو.»

د مشرانو جرګې غړی، نثار حارث زیاتوي:«کمېسیون نه دی توانېدلی چې ځانګړې نوښتونه وکړو او زه باور نه لرم چې دا ټاکنې به سل په سلو کې رڼې ووسي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د نوم لیکنې ۴۴۹۱ مرکزونه په ګوته کړي وو خو یوازې ۳۲۷۹ مرکزونه پرانیستي دي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د تلې په ۲۸ نیټه ترسره شي.

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دوو اوونیو په تېرېدو سره چې دارالانشاء ریاست لپاره د وړ کسانو نوم لړ لیږلو سره لا هم حکومت څوک نه دي ټاکلي.

مخکې له دې حکومت ویلي وو چې باید یو شمېر نور کسان هم ور وپېژندل شي.

دا کمېسیون وايي چې حکومت نور کسان هم غواړي نو باید چې کمېسیون ته رسمي لیک ولېږي.

خود مأي شورا یو شمېر غړي بیا څرګندوي چې ولسمشر غواړي تر څو د خپلې خوښې کس وګماري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ځواکونو د هوا له لارې ۵۳ مرکزونو ته د نوم لیکنې مواد رسولي

شریک یي کړئ