پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر رییس سید روحالله موسوي، څه باندې یوه میاشت کېږي چې له هېواده بهر ته تللی او تراوسه نه دی راستون شوی.
دغه بنسټونه، کهڅه هم پر هغه د فساد تورونو په اړه څه نه وايي، خو بدخشان کې د ولسي جرګې د ټاکنو ځينې نوماندان ادعا لري چې ښاغلی موسوي د ټاکنو کمېسیون د ځینو کارکوونکو حقوق هم له ځان سره وړي دي.
په هغه لیک کې چې د طلوع نیوز لاسته ورغلی د دې ښودنه کوي چې سید روح الله موسوي له ټاکنو کمېسیونه غوښتي چې د مرغومې میاشتې له لومړۍ تر شلمې نېټې رخصت ورکړي. خو، اوس چې د سلواغې ۵ مه نېټه ده هغه هېواد ته راستون شوی نه دی.
په بدخشان کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه او نوماندان وايي، ښاغلی موسوي بېرته دندې ته نه دي راګرځېدلی او تښتېدلی دی.
د فیفا ویانده مروه امیني وايي:«دوی وویل چې رخصت یې اخیستی، خو له هغه وخت تېر شو، خو کمېسیون په دې اړه هېڅ ځواب ویوونکی نه و او بدخشان کې د ټاکنو مسوول سربېره د کندوز د ټاکنو د مسوول په اړه هم خبر نشته.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د بدخشان د ټاکنو کمېسیون مسوول رخصت اخیستی، مګر دوی یې اوس په اړه معلومات نه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:« په دې اړه به موږ خپلې څېړنې وکړو چې ښاغلی موسوي چېرته دی او په کوم کار بوخت دی.»
بل لورته بیا د بدخشان د ټاکنو کمېسیون ولایتي کارکوونکي وايي، څو میاشتې کېږي چې خپل معاش یې نه دی اخیستی.
د بدخشان د ټاکنو کمېسیون کارکوونکی ذبیح الله په ډاګه کړه:«لس میاشتې کېږي چې د پروژې له ختمه وروسته دلته کمېسیون ته راځو او تراوسه زموږ د کارکوونکو پیسې نه دي ورکړل شوي.»
د بدخشان د ټاکنو کمېسیون سرپرست غلام جان انوري څرګنده کړه:«پیسې نه دي راغلي؛ دا پیسې د «یو ان ډي پي» له لارې ورکول کېږي. یو ان ډي پي وايي هر کله چې په خپله شخص وي او هویت یې تثبیت شي، پیسې ویشي.»
له دې وړاندې د کندوز د ټاکنو کمېسیون د ولایتي مسوول په اړه هم راپورونه خپاره شوې وو چې دنده یې پرېښې، خو برخلیک یې معلوم نه دی.
لویه څارنوالي بیا وايي، د کندوز د ټاکنو کمېسیون د ولایتي مسوول په اړه څېړنه کوي.
د لویې څارنوالۍ د شمېرو له مخې، په ۱۹ ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون د ۲۲ کارکوونکو په ګډون ۲۳۲ د ټاکنیزو جرمونو په تور نیولي دي.