Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هاشمي: د ټاکنو بهیر له بندون سره مخ دی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوی له بندون سره مخ دی. او دغه بنسټ د دغه بندون لامل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ناسمې پرېکړې بولي.

په همدې حال کې د ټاکنو له نوملړه د نوماندانو د نومونو د لیرې کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام کې په ننګرهار، کندوز او لوګر ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه تړل شوي دي.

 د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي نوملړه د لیرې کړل شویو نوماندانو د ملاتړ کوونکو د اعتراضونو له امله په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر له درې ورځو راهیسې رخصت دی.

د دې کمېسیون منشي ګواښ کوي چې د ټاکنو ترسراوی له کړکېچ سره مخ شوي او د دې بندون مسوول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«همدا اوس چي موږ دلته یوو ټاکنې له بندون سره مخ شوي او دا بندون او کړکېچ هغو کسانو رامنځته کړی چې غلطه پرېکړه یې کړې، او نه دي توانېدلي چې دقیقه پرېکړه وکړي.»

د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني څرګنده کړه:«موږ د قانون پر بنسټ پرېکړه کړې کمېسیون د چا پر فرمایش پرېکړه نه کوي بلکې د قانون پر بنسټ او په خپلواکه توګه پرېکړه کوي، او پرېکړه یې وروستۍ ده.»

په ورته وخت کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر وړاندې د اعتراضونو دوام آن د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو اغېزمن بولي او دغه راز د تلې میاشتې په ۲۸ مه د ټاکنو ترسره کول ناشونې بولي.

د فیفا بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید وايي:« په بد حالت کې یوو که‎چېرې دا وضعیت تر درې او یا هم څلورو نورو ورځو دوام پیدا کړي په ټاکل شوې نېټه به ټاکنې ترسره نه شي، حتا د لړم په میاشت کې به هم ناشونې وي.»

اخوا د دغو اعتراضونو په دوام په جلال اباد ښار کې د لیرې شوي نوماند جاوېد زمان پلویانو له وروستي نوملړه د زمان په لیرې کېدو لاریونونه وکړل.

لیري کړل شوی نوماند جاوېد په دې اړه وویل:«دغه خلک دلته راغونډ شوي او عدالت غواړي»

بل پلو په لوګر کې هم د نوماندانو له نوملړه د لیرې شوي نوماند اکبرستانکزي پلویانو د دې ولایت د ټاکنو کمېسیون دروزاه وتړله.

دغه راز په کندز ولایت کې هم د لیرې شوي نوماند ښایسته بازي پلویانو لاریونونه وکړل او د ټاکنو کمېسیون دفتر یې وتاړه.

لاریون کوونکي صوفي حبیب په دې اړه وايي:«تر هغې چې زموږ د دغه نوماند نوم په نوملړ کې شامل نه شي له دې ځایه نه ځو.»

د غلام حیدر جیلاني پلویانو هم د دې په اعتراض کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه لیرې شوی د کابل – شمال لویه لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې او د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر دروازه هم تړلې ده.

د پروان اوسېدونکی ناصر په دې اړه وايي:«که‎چېرې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو.»

له دې وړاندې د لیرې شویو نوماندانو پلویانو د تخار او بدخشان ولایتونو دفترونه تړلي دي او د پکتیا د  ټاکنو کمېسیون ولايتي دفتر هم تړل شوی دی.

هاشمي: د ټاکنو بهیر له بندون سره مخ دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي ګواښ کوي چې د ټاکنو ترسراوی له کړکېچ سره مخ شوي او د دې بندون مسوول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی.

شریک یي کړئ