Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هاشمي: مخکې له وخته کمپاین‎کوونکو نوماندانو سره قانوني چلند کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د ولسي جرګې ځینو نوماندانو له وخته مخکې کمپاین پیل کړی چې په اړه به یې ډېر ژر پرېکړه وشي.

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، اوس اوبه له ورخه تېرې دي او د ټاکنیزو سرغړونو د نه مخنیوي برخه کې پخپله کمېسیونونه پړه دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلانه نږدې یوه میاشت اوړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر، سید حفیظ الله هاشمي وویل:«د رسنیو کمېټې په دې برخه کې کار کړی دی او هیله لرو چې کمېسیون ته راشي او له دې لارې وروسته له تائید څخه اړوندو بنسټونو ته وسپارل شي.»

بل پلو د ټاکنو کمېسیون وايي، یو شمېر نوماندانو له وخت مخکې ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي، چې د دوی دغه سرغړونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو په کمېسیون کې تر کار لانډې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی، علي رضا روحاني څرګندوي:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چمتووالی لري تر څو ټولې ټاکنیز تېروتنې، جرایم په ځانګړې توګه له وخت څخه مخکې کمپاین په اړه تخطۍ په کره توګه ترلاسه کړې، ثبت او وروسته له څېړنې یې اعلان کړي».

خو پر ټاکنو څار بنسټونه پوښتي، چې ولې ټاکنیز کمېسیونه اوس د دغو سرغړونو پر وړاندې خبره کوي.

د افغانتسان آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس، یوسف رشید وايي:«له بده مرغه کارونه ډېر وروسته پاتې دي، هغه کارونه چې درې میاشتې مخکې باید شوې وی، نن کېږي، او اختلالونه په ټاکنو کې رامنځته کېږي».

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په داسې حال کې چې د ټاکنو نوماندان د ټاکنو د کاري کړنلارې او قوانینو پر پوهېدا مکلف ګڼي خو وايي، ټاکنیز کمېسیونه باید ټول شرایط او کاري کړنلارې خلکو په ځانګړې توکه نوماندانو ته له هراز پروګرام وړاندې شریک کړي.

له دې سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د ټاکنیزو سرغړونو او په ځانګړې ډول د ټاکنیزو مبارزو برخه کې د شکایتونو ثبت لپاره چمتووالی اعلان کړی

شریک یي کړئ