Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند؛ دویمه ورځ هم ټاکنیز مرکزونه ناوخته خلاص شول

له ګڼو امنیتي ګواښونو سره سره د هلمند ګڼ اوسېدونکي د ټاکنو په دویمه ورځ هم تړلو دروازو ته ولاړ و. 

د طلوع‌نیوز خبریال شریف امیري وايي، چې د ۳۹ مرکزونو له ډلې تر غرمې پورې ګڼ تړلي پاتې و. 

د هلمند اوسېدونکي په تېره بیا مېرمنې وايي، چې تېره ورځ يې هم تر ماښامه انتظار وکړ، خو پر رایه کارولو بریالۍ نه شوې. 

د لطیفې په نوم یوې مېرمنې وویل: «جنګ ډېر دی، خو ډېرو ښځو په ټاکنو کې برخه واخیسته، د چا چې تذکرې سټېکر وې، ټولو رایه ورکړه.»

د پراونې په نوم یوه بله رایه ورکوونکې وايي، حکومت د دوی باور له منځه وړي، هغه وايي:«خلک پر حکومت باور کوي، په ټاکنو کې برخه اخلي، خو حکومت د ناسم مدیریت له امله د خلکو باور له منځه وړي.»

په هلمند کې د ټاکنو ساحوي کمېسیون مشر محمد هاشم درانی نیمګړتیاوې مني او وايي:«تخنیکي ستونزې وې او په ځینو ځایونو کې بایومټریک ماشینونو ښه کار نه کاوه.»

د هلمند والي محمد یاسین وايي د ځینو ستونزو له امله ځينو هلمندیانو رایه ورنه کړای شوه، هغه وویل:«ټوله ستوزنه په بایومټریک سیستم کې وه، په ټاکلي وخت فعال نه شو، په ځینو ځایونو کې چې فعال شو، بیرته له ستونزو سره مخ شو، په همدې خاطر ځینو هېوادوالو رایه ورنه کړای شوه.»

د ولسي جرګې ټاکنې پرون (شنبه، د تلې ۲۸مه) په ټول هېواد کې پیل شوې، چې د ځينو ستونزو له امله يې ګڼ مرکزونه تړلي پاتې شول او نن هم ټاکنیز بهیر دوام وکړ.
 
شریک یي کړئ