Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د ټاکنو په لومړۍ ورځ ۴۰۱ مرکزونه تړلي وو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ټاکنو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې ۴۰۱ مرکزونه د تخنیکي ستونزو له کبله تړلي پاتې وو.

د یاد کمېسیون رییس، عبدالبدیع صیاد شنبې(د تلې په ۲۸مه نېټه) د شپې د خبري ناستې پرمهال وویل د ټاکنو ۴۰۱ مرکزونو له ډلې یوازې په کابل کې ۴۵ ټاکنیز مرکزونه تړلي پاتې شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړۍ ورځ په ۳۲ ولایتونو کې له ۳ مېلیونه زیاتو خلکو رایه کارولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ورځې تر پایه د رایې ورکړې بهیر له دوام سره ښایې د رایې ورکوونکو شمېر له څلورو تر پنځو مېلیونو کسانو پورې رسېدلی وي.

د ټاکنو کمېسیون د رییس په وینا، تر ټولو زیاتې رایې کابل، هرات، ننګرهار او دایکندي کې اچول شوي دي، خو تر ټولو کمې یعني پنځه زره رایې ارزګان کې صندوقونو ته غورځېدلې دي.

چې له دې منځه ښځو هم خپلې زیاتې رایې جوزجان او کمې رایې په زابل کې کارولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار او غزني کې ټاکنې ترسره نه‎شوې.

په کندهار کې د پنجشنې پېښې له کبله ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شوې.

پنجشنبې د تلې په ۲۶مه نېټه په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د وروستې پيښې له امله د یوې اونۍ ځنډ سره مخ شوې.

د پنجشنبې ورځې په پېښه کې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق هغه مهال ووژل شو چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره له یوې ناستې بهر کېده.

د غزني ټاکنې هم د دغه ولایت د اوسېدونکو لخوا د حوزه یې ټاکنو د شخړې له امله تر نا مالومې مودې ځنډېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د رایې ورکړې هغه مرکزونه پرانیستل شوي دي چې تېره ورځ تړلي وو

شریک یي کړئ