Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ټاکنې؛ جمعیت اسلامي عبدالله عبدالله خپل نوماند اعلان کړ

د هېواد یو له سترو ګوندونو جمعیت اسلامي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله خپل نوماند اعلان کړ.

جمعیت اسلامي وايي چې له جنبش ملي او وحدت اسلامي ګوندونو سره به په ګډه ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېږي.

بلخوا جنبش ملي او وحدت اسلامي ګوندونو هم د دې پخلی کړی چې له جمعیت اسلامي سره پر دې هوکړه شوي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې به له عبدالله عبدلله ملاتړ وکړي.

د دغې هوکړې پر بنسټ جنرال دوستم ته نژدې کس عنایت الله بابر فرهمند به د ښاغلي عبدالله لومړی مرستیال او محمد کریم خلیلي ته نژدې کس اسدالله سعاتي به یې دویم مرستیال وي.

د عبدالله عبدالله په ټاکنیزه ډله کې به اجراییه ریاست پر خپل ځای وی او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او یا هم د نوي ملي جبهې رییس انوارالحق احدي به د دې څوکۍ نوماند وي. 

دغه هوکړه د جمعې پر شپه د اسلامي جمعیت د رییس صلاح الدین رباني په کورکې شوې ده او د ښاغلي عبدالله په ټاکنیزه ډله کې د اجراییه ریاست مرستیالانو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

اسلامي جمعیت په داسې حال کې ولسمشریزو ټاکنو ته عبدالله عبدالله ونوماند اعلان کړ چې د دغه ګوند د اجرایي رییس عطامحمد نور، یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، بسم‎الله خان په ګډون د جمعیت ځینو غړو د محمد حنیف اتمر له ټاکنیزې ډلې ملاتړ کړی دی.

شریک یي کړئ