Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو ته د نوم‎لیکونکو شمېر ۱.۸ مېلیونه تنو ته ورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یامامتو وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید رڼې پرېکړې وکړي او له خلکو سره یې شریکې کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې تازه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشر او غړو ترمنځ د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېکر لګولو پر سر لانجه رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یامامتو په دې اړه وویل:« موږ د هغې پرېکړې ملاتړ کوو چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا نیول شوې ده او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هڅوو چې د هغو تدابیرو په ګډون چې د درغلیو د مخنیوي لپاره یې لري خپل تصمیم په روښانه او رڼه توګه له خلکو سره شریک کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سه شنبې په ورځ په ولسوالیو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې دوهم پړاو پيل کړ او اوس د هېواد په ولسوالیو کې ۳۸۷ مرکزونه د هېواد په ولسوالیو کې پرانیستي دي.

 په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیالانو او دوو غړو د پنجشنبې په ورځ د دې کمېسیون په مخکې د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول رد کړل خو د دغه بنسټ رییس له ولسمشر سره په همغږۍ دا طرحه عملي اعلان کړې ده، د ملګروملتو سازمان ځانګړی استازی وايي د درغلیو د مخنیوي لپاره له هرې پرېکړې هرکلی کوي.

له بلخوا د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وايي د تذکرې پر کاپي د سټېکر لګول په ټاکنو کې د درغلیو لپاره زمینه برابروي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالوماتي بانک یا ډیټابېس پر جوړېدو ټینګار کوي.

ښاغلي احدي زیاته کړه:«موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څلورو کمېشنرانو پرېکړه ستایوو، دوی د ارګ له امرونو پیروي ونه کړه او خپله خپلواکي یې وساتله.»

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروج هم وویل:« د پېژپاڼې پر کاپي د سټېګر لګول درغلۍ ته زمینه برابروي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو ورکونکو د نوم‎لیکنې له پيله یوه میاشت وروسته اعلان وکړ چې هېوادوال د تذکرو پر کاپي د سټیکرونو په لګولو سره هم نوم‎لیکنه کولای شي. دې چارې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ اختلافات رامنځته کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې شمېر یو مېلیون او ۸۳۲ زره او ۷۹۱ تنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه