Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو کمیسیون تر دوه سوه زره ډېر څارونکو ته کارتونه ویشلي

د ټاکنیز بهیر د څار او شفاف ترسره کېدو په موخه څارونکو بنسټونه د څارنې په موخه ګڼ کسان ګمارلي دي. 

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ؛ په ۳۳ ولایتونو کې تر ۱۱۰۰ ډېر څارونکي ګمارلي دي.

د دې بنسټ اجراییه رییس یوسف رشید وايي: «هغوی زده کړه کړې، د جدي مواردو، اسنادو او راپور ورکولو په برخه کې مو له دوی سره کار کړی، د مسلکي څارونکو په توګه به کار وکړي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ؛ هم وايي چې د اوه څلوېښتو بنسټونو په مرسته يې اوه زره پنځه سوه تنه څارونکي ګمارلي دي.

د دې بنسټ اجراییه رییس نعیم ایوب زاده وویل: «زموږ څارونکي له نېکه مرغه د ولایت په سطحه همکاري ورسره کېږي او ټولیز مدیریت په ټيفا پورې مربوطېږي.»

د افغانستان څارونکي ټاکنیز بنسټ هم په نږدې پنځلس ولایتونو کې تر یوولس سوه ډېر څارونکي ګمارلي دي.

د دې بنسټ غړی حبیب شینواری وايي: «په کابل کې زموږ د زده کړو پروګرام پای ته ورسید، په دوولسو ولایتونو کې سبا عملي کېږي په خیر»

د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي په ۳۳ ولایتونو کې يې د راتلونکو ټاکنو د څار په موخه تر دوه سوه زره ډېرو بهرنیو او کورنیو څارونکو ته کارتونه ویشلي دي. 

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل: «دوه لکه څلور دېرش زره پنځه سوه څوارلس تنو کارتونه اخیستي، چې نولس تنه يې نړیوال څارونکي دي.» 

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د دې څارونکو د ګمارنې خبر ورکوي، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خیالي څارونکو خبرونه هم ورکړل شوي و.

شریک یي کړئ