Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنیزو کمپاینونو د رایو ورکوونکو ذهنیت په بدلون څومره اغېزه لرې

ځينې هېوادوال، ولسي جرګې ته د ځینو نوماندانو ټاکنیز شعارونه حیرانوونکي او نا پلي بولي.

ځينې نور هېوادوال، په دې باور دي چې ټاکنو ته د ځينو نوماندانو ټاکنیز شعارونه په دې نه دي بریالي شوي چې د هغوی د پلویانو شمېر زیات کړي.

بکتاژ کامبیز یو له دغو هېوادوالو څخه دی. هغه وايي څو ورځې کېږي هر سهار او مازیګر کله چې د کابل له سړکونو تېرېږئ د موټرو د ښيښو له شا د هغو کسانو تصویرونه وینو کومو چې د ولسي جرګې د څوکیو د ترلاسه کولو په موخه په ټاکنو کې نوماندان دي، خو ۳۰ کلن بکتاژ وايي، دی او نور ملګري یې لا له وړاندې په ټاکنو کې د ګډون د څرنګوالي په اړه پروګرام درلود.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«له ټاکنو مخکې، زموږ نوماند څرګند وه! څرګنده وه چې څوک ځان نوماندوي او چا ته رایه ورکړو.»  

نجیب‎الله ذکي هغه کس دی چې له کلونو راهیسې د پلازمېنې د یوه واټ پر غاړه کاروبار کوي.

ټاکنیزې سیالۍ او د رایې ورکولو په وخت کې د خلکو پر پرېکړو د دغو سیالیو اعېزه، د هغو مسایلو له ډلې دي چې د دغه کس په باور، چې نه دي توانېدلي چې دغه چاره په سمه توګه ترسره کړي.

هغه څرګنده کړه:«تراوسه د خپلې خوښې وړ نوماند مې نه دی پیدا کړی او نه غواړم چې رایه وکاروم! د دې لپاره چې په تېر پړاو کې هغه کسان چې په څوکیو کېناستل، هغه کسان وو چې د راتلونکو اعتبار یې خام کړ.»

په همدې حال کې ۵۰ کلن جمعه خان چې اته ویشت کاله کېږي په پلازمېنه کې موچي دی د ټاکنو بهیر کې د ګډون په اړه بل لیدلوری لري.

هغه چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره هره ورځ دوه سوه افغانۍ لاسته راوړي مني چې په تېرو ټاکنو کې له ګډون سره سره په ژوند کې یې بدلون ونه لید خو ټینګار کوي ترڅو په داسې بهیرونو کې ګډون وکړي.

جمعه خان زیاته کړه:«په یوه جمعه یوه هوټل ته ولاړو هلته یې وویل چې ماته رایه راکړئ، کله چې د ټاکنو وخت شو ځو او ورته رایه ورکوو.»

په دې لړ کې یو شمېر نور وايي، د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له لوري د ولسي جرګې د یوه غړي له صلاحیته لوړ شعارونو څخه د کار اخیستو له امله پر خلکو د دې کمپاینونو د کمو اغېزو لاملونه دي.

حقوق پوه وحید فرزه‎یي په دې اړه وویل:« ډېری داسې موردونه دي چې د افغانستان د اساسي قانون په مطابق، د ولسي جرکې د کورنۍ دندې د اصولو په مطابق، انتخاباتي شعارونه وای، د دې پر ځای چې د امنیت تامین یا هم د سړک جوړول او یا هم د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کموالی او داسې نور...»

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي:« هغه کسان چې غواړي له عوام فریبۍ سره، دا بهیر تر پوښتنې لاندې راولي (د دې لامل به شي) په اوږدمهال کې له دې بهیر سره به د خلکو لېوالتیا په جدي توګه اغېزمنه شي.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون، له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او هغو کسانو ته رایه ورکړي چې د دغه کمېسیون په وینا، وکړای شي په ولسي جرګه کې له هغوی په ښه شان استازيتوب وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي په ډاګه کړه:«هیله لرو چې خلک په عاقلانه او ډېر په تدبیر سره خپله پرېکړه ونیسي، ترڅو له اوسني پارلمان څخه ښه پارلمان ولرو.»

د راتلونکې اوونۍ په پیل سره د هېواد اته مېلیونه او ۷۰۰ زره اوسېدونکي د خپلې خوښې نوماندانو د ټاکلو په موخه به رایې وکاروي.

په دې ټاکنو کې د ۴۰۰ ښځو په ګډون څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي چې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په خپلو کې سره سیالي کوي.

شریک یي کړئ